يكشنبه, 31 چنګاښ 1397 -

خبري سرویس

نظر پوښتنه

د افغان حکومت لپاره کوم لومړیتوب ټاکئ؟
 

Facebook Social Like Box

ویډیو/ تصویر

افغانستان او نړی

د ورسیې او امریکا ولسمشرانو له ټاکلي پلان سره سم د فنلنډ پلازمېنه هیلسنګي کې ولیدل

دوشنبه, 25 چنګاښ

ډونلډ ټرمپ د دې لیدنې پیل کې ویلي، چې له ټاکنیز کمپاین راهیسې یې په زغرده له مسکو سره په ښو اړیکو ټینګار کړی او اوس هم پر خپل دغه دریځ ولاړ دی.

هغه روسیې سره خپلمنځي اړیکو کې د اوسنۍ ترینګلتیا پړه پر مخکنیو ادارو واچوله او هیله یې ښودلې، چې دواړه هیوادونه د ښو اړیکو په جوړولو بریالي شي.

بېجینګ کې د «چین او عرب هیوادونو د همکاریو سازمان» اتمه ناسته ترسره شوه

سه شنبه, 19 چنګاښ

د چین ولسمشر «شي جین پېنګ» په دې ناسته کې هوکړه کړې، چې د خلیج له عرب هیوادونو سره به د سیمه ییزو او نړیوالو سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسایلو په اړه همکاري کوي.

دواړو خواو هوکړه کړې، چې ددغو همکاریو د دوام او اغیزمنتیا لپاره به میکانیزمونه جوړوي.

د چین ولسمشر دلته دغه راز د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د کړکیچ د حل او د سولې د خبرو د بیا پیلیدو لپاره د یوه نړیوال کنفرانس په جوړیدو هم ټینګار کړی دی.

د امريکا بهرنيو چارو وزير «مایک پامپیو» د شمالي کوريا وروستي تورونه کم اهميته وبلل

يكشنبه, 17 چنګاښ

هغه توکیو کې رسنیو ته ویلي، چې پر پیونګ یانګ به لګیدلي بنديزونه تر هغو دوام وکړي، چې دغه هیواد له اټومي وسلو او اوږد واټن ویشتونکو توغندیو د بې وسلې کیدو په لور عملي ګامونه نه وي اخیستي.

دا په داسې حال کې ده، چې شمالي کوريا وړاندې تور لګولى و، چې ګنې پامپیو د پيونګ يانګ د وروستي سفر پر مهال له دغه هیواده له اټومي وسلو څخه د لاس اخېستلو لپاره "بدمعاشانه" غوښتنې مطرح کړې دي.

د شمالي کوریا چارواکو خبرداری ورکړی و، چې د امریکايي چارواکو دا ډول چلند رامنځ ته شوی باور زیانمنولی شي.

 

د امريکا د بهرنيو چارو وزير نن

 

په توکيو کې د جاپان او جنوبي کوريا د بهرنيو چارو له وزيرانو سره تر خبرو وروسته وويل:

"بنديزونه به تر هغو پرځاى پاتې وي چې له اټمي وسلو د تصفيې جزئيات په بشپړ تصديق شوي نه وي، لکه څنګه چې د شمالي کوريا مشر کيم جونګ اون ورباندې موافقه کړې

د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف د مالي فساد په تور په لس کاله بند محکوم شو

جمعه, 15 چنګاښ

د جمعې په ورځ د اداري فساد ضد محکمې د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف د مالي فساد په تور په لس کاله بند، لور یې مریم نواز په اوه کاله بند او زوم یې په یو کال بند محکوم کړل.

محکمې دغه راز پریکړه وکړه چې نواز شریف اته میلیونه او لور یې دوه میلیونه پونډ نغدي جریمه هم ورکوي او دغه راز یې ټولې شتمنۍ ضبط کیږي.

د محکمې قاضي پاکستان ته د نوازشریف د بیرته راګرځیدو تر نیټې پورې د محکمې د پریکړې د ځنډیدو په اړه د نواز شریف غوښتنه رد کړه.

نواز شریف دمګړۍ د خپلې میرمنې د ناروغۍ له امله په لندن کې دی.

بیجینګ یو ځل بیا ویلي، چې له امریکا سره اقتصادي جکړه نه غواړي

پنجشنبه, 14 چنګاښ

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دوی سربیره پخپله د امریکا او نړۍ ټول خلک د دې اقتصادې جګړې مخالف دي.

د چین د سوداګرۍ وزارت هم ویلي، چې د امریکا د حکومت نوې سوداګریزه پالیسې ددغه هیواد په ګډون د ټولې نړۍ اقتصاد ته زیان اړوي.

دوی دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې له پنجشنبې څخه د امریکا د حکومت لخوا چین څخه پر وارداتو د ۳۴ میلیارده ډالرو په ارزښت د نورې تعرفې پلان عملي کیږي.

د چین او امریکا ترمنځ د سوداګرۍ برخه کې اختلافات مخ په پراخیدو دي.

له پنجشنبې ورځې د امریکا د حکومت لخوا له چین څخه پر وارداتو د ۳۴ میلیارده ډالرو په ارزښت د نورې تعرفې پلان هم عملي کیږي او بیجینګ ګواښ کړی، چې ددغه پلان له عملي کیدو سره سم به ځوابي ګامونه واخلي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ بیا ویلي، چې که چین د دوی د تعرفې پر وړاندې غبرګون وښيي، نو د دې امکان شته چې له چین څخه پر وارداتو د لګول شوې تعرفې کچه ۴۵۰ میلیارده ډالرو ته ورسوي.

چیني چارواکي که څه هم وايي، چې له امریکا سره اقتصادي جکړه نه غواړي، خو ټینګار کوي، چې د سوداګرۍ برخه کې به د واشنګټن یو ګام هم بې ځوابه پرې نږدي.

«غواړم ووایم، چې یوازې چین نه، بلکې د امریکا سوداګر او پلورنکي، ټول اقتصادي سیستمونه او د نړۍ ټول خلک د اقتصادي جګړې مخالف دي. دا اقتصادي جګړه ټولو هیوادونو ته زیان رسوي. زیان یې یوازې د صنعتي هیوادونو فابریکو او د سوداګریزو توکو کاروونکو ته رسیږي.»

د چین د سوداګرۍ وزارت هم وايي، چې د امریکا د حکومت نوې سوداګریزه پالیسې ددغه هیواد په ګډون د ټولې نړۍ اقتصاد ته زیان اړوي.

«د متحدو ایالتونو لخوا د اضافي تعرفې وضع کیدل به د نړۍ صنعت او ارزښتونو ته زیان واړوي. دا په دې معنی ده، چې امریکا د ځان په ګډون ټولې نړۍ ته زیان اړوي.»

د یادونې وړ ده، چې د امریکا د لویدیزو ملګرو په ګډون د نړۍ یو شمیر هیوادونو د سوداګرۍ نړیوال سازمان کې د امریکا د سوداګریزې پالیسۍ شکایت کړی او هغه یې ددغه سازمان له اصولو سره په ټکر کې بللي دي.

SP_WEATHER_

°C

کابل

SP_WEATHER_
Humidity: %
SP_WEATHER_

°C

کندهار

SP_WEATHER_
Humidity: %
SP_WEATHER_

°C

هلمند

SP_WEATHER_
Humidity: %
۱۸.۱۰ افغانۍ
سعودي ریال ۹۶.۸۰ افغانۍ
یو پونډ
۷۷.۰۰  افغانۍ
یوه یورو
۷۲  افغانۍ یو امریکایی ډالر
۸.۷۰ افغانۍ
زر تومنه
۹۲۵ افغانۍ
زر هندۍ کلدارې
۶۱۲  افغانۍ زر پاکستانۍ کلدارې
یوه افغانۍ
۱۵.۱۰یوآن