پنجشنبه, 30 وږی 1396 -
د کابل نیوز ټلویزیون خپرونې له دې وروسته په افغان ساټ سپوږمکۍ کې په ۴۸ درجو، فریکونسي ۱۱۲۹۳، سمبول رېټ ۲۷۵۰۰ ، عمودي قطب(Polarity: Vertical )، ایف، اي سي۶\۵ کیو بانډ (FEC: 5/6 Ku band) کتلای شئ.
د ولسي جرګې غړي د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي تړون د لغوه کيدو غوښتونکي شول پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

دوشنبه, 20 وږی

په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د امريکا پر ستراتيژۍ په کور د ننه او بهر نېوکې دوام لري، د ولسي جرګې غړي هم چې تازه د دوبي له رخصتيو را ستانه شوي، د امريکا له نوې ستراتيژۍ سره مخالفت څرګندوي.

د ولسي جرګې غړو چې د دوشنبې پر ورځ يې د يادې جرګې په عمومي غونډه کې خبرې کولې وايي، چې د افغانستان لپاره د امريکا نوې ستراتيژۍ له مخې په هوايي بريدونو کې چې زياتره قربانيان يې ملکي وګړي دي زياتوالی راغلی.

دوی وايي چې په ياده ستراتيژۍ کې له تهديد او د جګړې له دوام پرته بل هيڅ نشته او په همدې اساس د امريکا ياده ستراتيژي د افغانستان د معضلې حل په برخه کې مؤثره نشي تمامېدای.

په ورته مهال د بهرنيو ځواکونو له لورې د هېواد په شمال کې هغه تبليغاتي پاڼې چې اسلامي ته پکې ښکاره توهين شوی، د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې د بحث مهمه موضوع ده.

دغه جرګه د ېوې اعلاميې په خپرولو سره د بهرنيو ځواکونو له لورې اسلامي او ديني ارزښتونو ته د توهين غندنه کوي، او زياتوي چې دا ډول کارونه په افغانستان کې د روانې جګړې د شدت لامل ګرځي او د همدې اقدام له امله له دغه هېواد سره د شوي امنيتي تړون د لغوه کيدو غوښتنه کوي.

بل پلو د ولسي جرګې غړي وايي چې حکومت بايد ټول نوماند وزيران په مکمله توګه ورمعرفي کړي او زياتوي چې د نيمګړتيا په صورت به هيڅ نوماند وزير ته د باور رايې په هدف صندوق نه ږدي.

ولسي جرګې د ملي شورا له ادرسه د يوې اعلاميې په ترڅ کې، په برما کې پر روهنګيايي مسلمانانو روان تاوتريخوالي وغنده او له همکارو سامانونو او نړېوالو بنسټونو يې د ياد تاوتريخوالي د جدي مخینوي غوښتنه وکړه.