پنجشنبه, 30 وږی 1396 -
د کابل نیوز ټلویزیون خپرونې له دې وروسته په افغان ساټ سپوږمکۍ کې په ۴۸ درجو، فریکونسي ۱۱۲۹۳، سمبول رېټ ۲۷۵۰۰ ، عمودي قطب(Polarity: Vertical )، ایف، اي سي۶\۵ کیو بانډ (FEC: 5/6 Ku band) کتلای شئ.
په هرات کې سلګونه کسانو د ناامنۍ له امله لاریون وکړ. پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

چهارشنبه, 22 وږی

لاریون کوونکي چې د هرات ولایت مقام په مخکې راټول شوي وو وایې حکومت یې باید امنیتي وساتي.

لاریون کوونکي دارنګه له حکومته غواړي چې عاشورا مراسمو لپاره پوره امنیتي تدابیر ونیسي ترڅو د تاوتریخوالي پیښې رامینځته نشي.

دوي وایې تر دې دمخه د هرات امنیتي مسئولان د خلکو د امنیت په ساتنه کې ناکام دي.

خو د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند وایې چې د عاشورا مراسمو د امنیت ټينګښت لپاره امنیتي تدابیر لري.