پنجشنبه, 30 وږی 1396 -
د کابل نیوز ټلویزیون خپرونې له دې وروسته په افغان ساټ سپوږمکۍ کې په ۴۸ درجو، فریکونسي ۱۱۲۹۳، سمبول رېټ ۲۷۵۰۰ ، عمودي قطب(Polarity: Vertical )، ایف، اي سي۶\۵ کیو بانډ (FEC: 5/6 Ku band) کتلای شئ.
اسماعیل خان: ټول بهرني ځواکونه باید له افغانستان څخه ووځي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

چهارشنبه, 22 وږی

د افغانستان لپآره د امریکا د نوې ستراتیژۍ تر اعلان وروسته ، دې هیواد افغانستان د نورو سرتیرو د رالیږلو پریکړه کړې چې پر وړاندې غبرګونونو زور اخیستی.

د سې شنبې په ورځ په هرات ولایت کې هم د شهید اونۍ د نمانځې په غونډې د امریکا په نوې ستراتیژۍ او پوځي حضور له دوام سره مخالفت وشو.

دې غونډې ته پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان د بهرنیو له پوځي حضور سره مخالفت وښود او د هغوي د ژر تر ژره وتلو غوښتنه یې وکړه.

اسماعیل د افغانستان لپآره د امریکا په نوې ستراتیژۍ نیوکې وکړې او وایې تر هغې چې په هیواد کې یو بهرنۍ سرتیری هم موجود وي د هیواد خپلواکي هیڅ مانا نلري:

بلخوا د د احمدشاه مسعود د بنسټ رییس چې تازه یې د هیواد د ستونزو د حل لپاره د ملي وفاق طرحه جوړه کړې وایې په افغانستان کې هر هیواد خپلې ګټې لټوي او هر څه چې وغواړي کوي یې.

نوموړی وایې افغانان باید نورو هیوادونو ته په تمه نشي ، خپله ملي ګټې خوندې او د هیواد د ستونزو لپاره حل لاره را وباسي:

له هرات ولایته د بهرنیو ځواکونو له پوځي حضور سره د مخالفت دغه غږ داسې مهال راپورته کیږي چې یوه ورځ د مخه د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې هم سلګونه کسانو د امریکا پر ضد لاریون وکړ او له افغانستان څخه یې د بهرنیو ځواکونو د ژر تر ژره وتلو غوښتنه وکړه.