پنجشنبه, 30 وږی 1396 -
د کابل نیوز ټلویزیون خپرونې له دې وروسته په افغان ساټ سپوږمکۍ کې په ۴۸ درجو، فریکونسي ۱۱۲۹۳، سمبول رېټ ۲۷۵۰۰ ، عمودي قطب(Polarity: Vertical )، ایف، اي سي۶\۵ کیو بانډ (FEC: 5/6 Ku band) کتلای شئ.
په کابل کې ځآنمرګي برید دري تنه مړه او پنځه نور ټپيان کړل. پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

چهارشنبه, 22 وږی

پیښه له غرمې وروسته د کابل ښار د آتمې امنیتي حوزې اړونده سیمه کې د کرکیټ له نړیوال سټډیوم سره نږدې رامینځته شوه.

د کورنیو چارو وزارت وایې چې یوه پلي ځانمرګي بریدګر له کرکیټ بورډ سره نږدې ځآنته چاودنه ورکړې چې له امله یې یو پولیس او دوه ملکي وګړي وژل شوي و پنځه تنه نور ټپيان دي.

چاودنه هغه مهال وشوه چې د کابل په نړیوال کرکیټ لوبغالي کې د شپږېزې لیګ سیاليو په لړ کې د بوست ساتونکو او میس عینک لوبډلو ترمینځ لوبه روانه وه.

د پیښې پر مهال لوبه د څو شیبو لپاره ودرول شوه خو بیرته پيل شوه.

پیښه داسې مهال رامینځته کیږي چې د شپږیزې لیګ سیالیو لپاره ګڼ شمیر بهرني لوبغاړي ، روزونکي ، لوبڅاران او تبصره کوونکي راغلي دي.

دغه پیښه چې مسئولیت یې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی د عامو خلکو لخوا په پراخه کچه وغندل شوه.