جمعه, 03 ليندی 1396 -
د کابل نیوز ټلویزیون خپرونې له دې وروسته په افغان ساټ سپوږمکۍ کې په ۴۸ درجو، فریکونسي ۱۱۲۹۳، سمبول رېټ ۲۷۵۰۰ ، عمودي قطب(Polarity: Vertical )، ایف، اي سي۶\۵ کیو بانډ (FEC: 5/6 Ku band) کتلای شئ.
د ننګرهار ولایت سوداګرو او ګمرک کمیشن کارانو د ګمرک دروازې وتړلې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

چهارشنبه, 22 وږی

په دی وروستیو کي په جلال اباد ښار کې هدفي وژنې او وسله والې غلاوې زیات شوې او هره ورځ دغه ښار د یوي پيښې شاهد دي.

د یاد وضعیت په غبرګون کې د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار ولایت سوداګرو اود  ګمرک کمیشن کارانو د ناامنۍ له امله د دغي ولایت د ګمرک دروازې وتړلې.

دوي وایې یوازې یوه ورځ دمخه د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کي وسله والو غلو د یوه سوداګر څخه ۴۶ لکه افغانۍ د ټوپک په زور اخیستې دي.

بلخوا دغه کسان وايي د جلال اباد ښار سربیره د تورخم جلال اباد عمومي سړک ډيری وخت بهرنیو ځواکونو بند کړی وي او دوي د ناامنیو له امله په نورو لارو نه شي تللی

د ننګرهار ګمرک د کمیشن کارانو اتحادي رییس وايي د کمیشن کارانو او سوداکرو دغه ستونزه يي ټولو امنیتي ادارو ته په لیکلي بڼه سپارلې خو په خبره يي تر اوسه هیڅ قسم اقدام نه دی شوي

د ننګرهار  ګمرک رییس هم مني چي په ننګرهار کې سوداګرو او د هغوي کمیشن کارانو ته امنیتي ستونزي شته خو زیاتوي د ګمرک بندل د حل لار نه ده.

خو د ننګرهار ځایې چارواکي وايي په جلال اباد ښار کې د وروستیو ناامنیو د حل په موخه يي امنیتي غونډه رابللې او هر هغه څوک چې خپلې دندې يي په سمه توګه نه وي ترسره کړي قانوني چلند به ورسره وشي.