جمعه, 03 ليندی 1396 -
د کابل نیوز ټلویزیون خپرونې له دې وروسته په افغان ساټ سپوږمکۍ کې په ۴۸ درجو، فریکونسي ۱۱۲۹۳، سمبول رېټ ۲۷۵۰۰ ، عمودي قطب(Polarity: Vertical )، ایف، اي سي۶\۵ کیو بانډ (FEC: 5/6 Ku band) کتلای شئ.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، ښایې د ولسي جرګې ټاکنې له ځنډ سره مخ شي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

چهارشنبه, 22 وږی

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو ترسره کيدو ته ۹ مياشتې پاتې دي، خو ټاکنيز کمېسيونونه د امنيتي وضعيت خرابوالي له کبله پر وخت د يادو ټاکنو د ترسره کيدو په اړه انديښمن کړي دي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مسؤلانو د چهارشنبې په ورځ د خپلو اجراتو په تړاو د اته مياشتنی راپور خپرولو پرمهال وايي، چې اوس هم په ډېريو ولايتونو کې امنيتي وضعيت د ټاکنو ترسره کيدو لپاره مناسب نه دی.

دوی زياتوي که په ولايتونو او ولسواليو کې وضعيت په همدې حال وي، نو د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو د ځنډ او يا د لانجمنېدو له حالتونو سره د مخ کېدو احتمال زيات دی.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د رئيس په وينا، په تيرو اتو مياشتو کې په ټولو ولسواليو کې د رايې اچونې مرکزونو په ارزولو توانيدلي، خو يو شمېر ولسوالۍ چې تعداد ۳۳ ته رسيږي د امنيتي ستونزو له امله پکې دغه لړۍ نه ده ترسره شوې.

د نوموړي په وينا، په ياده موده کې د شکايتونو اورېدو لپاره د يوه منظم ميکانيزم د رامنځته کولو، عامه پوهاوي او د لومړنيو تدابيرو په برخه کې د شوې پرمختګ له کبله يې، ۴۴،۷ سلنه خپل کاري پلان بشپړ کړی دی.

په داسې حال کې چې د ټاکنو په برخه کې حکومت د قاطع ارادې په نه درلودو تورن شوی، د شکايتونو کمېسيون مسؤلان هم خبر ورکوي، چې د بودېجې کموالي، په اساخدام کې د استقلاليت نشتون، د امنيتي ادارو په ګډون د يو شمېر دولتي ادارو نه همکاري او د دارلانشاء رئيس نشتوالي چې ولسمشر ته يې دريو نوماندانو نوملړ هم سپارل شوی هغه ستونزې دي، چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د کاري پلان د تطبيق پر وړاندې خنډ شوي دي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون چارواکي داسې مهال پر وخت د ټاکنو ترسره کېدو په هدف له روان امنيتي وضعيت انديښنه لري، چې تر اوسه د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لورې د ټاکنو ترسره کېدو په هدف اساسي او لومړني تدابير، د يو لړ ستونزو له امله نه دي نيول شوي.