جمعه, 03 ليندی 1396 -
د کابل نیوز ټلویزیون خپرونې له دې وروسته په افغان ساټ سپوږمکۍ کې په ۴۸ درجو، فریکونسي ۱۱۲۹۳، سمبول رېټ ۲۷۵۰۰ ، عمودي قطب(Polarity: Vertical )، ایف، اي سي۶\۵ کیو بانډ (FEC: 5/6 Ku band) کتلای شئ.
ولسي جرګې له روان بحران څخه د وتلو لپاره د ملي اجماع غوښتنه وکړه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

چهارشنبه, 22 وږی

ولسي جرګه وايي،د ملي یوالي حکومت مسولان په هیواد کې د روان بحران د مدیریت توان نلري او که د وضعیت د بدلون لپاره اقدام ونشي،نو نه جبرانېدونکې پاېلې به ولري.

د ولسي جرګې غړي په یوشمېر سیاسي ګوندونو نیوکه کوي، چې د خپلو شخصي ګټو لپاره یو بل ته ګوت څنډنې کوي،چې له امله یې د هیواد نازک سیاسي وضعیت د خرابېدو په حال کې دی.

وکیلان وايي، حکومت د بحران د مهار لپاره هیڅ کړنلاره نلري او اړتیاده چې د هیواد د سیاسي مشرانو ملي اجماع را وغوښتل شي.

د ولسي جرګې غړي د بهرنیو ځواکونو له لوري اسلامي مقدساتو ته د بهرنیانو سپکاوی قصدي عمل بولي او وایي امریکایي ځواکونه په لوی لاس عام خلک پاوري.

وکیلان وایي،دغه چاره د مخالفینو لیکې پیاوړې کوي او روانې جګړې ته شدت ورکوي.

ولسي جرګې یوځل بیا له حکومت غوښتنه وکړه چې،د سرپرست وزیرانو پرځای ژر تر ژره نوي وزیران ورمعرفي کړي،خو یوشمېر وایي د ټولو وزیرانو له معرفي پرته محدودو کسانو ته رایه نه ورکوي.

ولسي جرګه په کابل ښار کې د امنیتي ادارو له لوري رامنځ ته شوی امنیتي پلان ناکام بولي او وایي حکومت دې د نا امنیو د مهار لپاره اساسي ګامونه پورته کړي.