پنجشنبه, 30 وږی 1396 -
د کابل نیوز ټلویزیون خپرونې له دې وروسته په افغان ساټ سپوږمکۍ کې په ۴۸ درجو، فریکونسي ۱۱۲۹۳، سمبول رېټ ۲۷۵۰۰ ، عمودي قطب(Polarity: Vertical )، ایف، اي سي۶\۵ کیو بانډ (FEC: 5/6 Ku band) کتلای شئ.
په بلخ ولايت کې د پوليسو يو افسر په ۲۵ کلنۍ کې تقاعد ته سوق شوی دی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

چهارشنبه, 22 وږی

دغه کس زمان کندهاری نومېږي، د بلخ امنيه قوماندانۍ پخوانی افسر دی، چې د نوموړي په وينا د قانون خلاف په ۲۵ کلنۍ کې تقاعد ته سوق شوی دی.

نوموړی ادعا کوي چې د بلخ منيه قوماندانۍ له لورې برطرفه شوی او پر ځای يې د بلخ د والي موټروان ګمارل شوی دی.

د پوليسو دغه افسر چې غوښتل يې د ارګ مخې ته ځان وسوزوي، خو د ولسمشرۍ ماڼۍ د ساتونکو له لورې يې مخنيوی شوی دی.

بلخوا د بلخ امنیه قوماندان د یاد افسر ادعا بې بنسټه بولي او وایې نوموړی د دندې پر مهال د جرم له امله دری کاله زندان تیر کړی دی.

د نوموړي په وینا د محکمې پرېکړې پر اساس دغه افغان له دندې لرې کړائ شوی:

که څه هم زمان کندهاری مني چې آته میاشتې یې زندان تیر کړئ خو زیاتوي چې او س بې برخلیکه دی او باید بیرته د امینتي ځواکونو په لیکو کې ورته دنده ورکړل شي.