ډېر لوستل شوي
Facebook Social Like Box
په ختیځ کې امنیتي مسئولان: په ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځولو اجازه نه ورکوي |
![]() |
![]() |
![]() |
خبرخونه |
سه شنبه, 19 مرغومی پداسې حال کې چې هیواد په نورو برخو کې د پاکستان لخوا په ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځول کار جاري ساتلی خو په ختیځ پوځي قوماندانان وایې په خپلو اړوند سیمو کې به ددې کار اجازه ورنکړي. دوي وایې د کنړ، ننګرهار او نورستان ولایتونو اړوند د ډیورنډ په کرښه به پاکستان ته د اغزن تار د تیرولو اجازه ورنه کړي د سرحدي ځواکونو عمومي قوماندان وایې پاکستان ته به لدې وروسته په افغان خاوره د توغندیې بریدونو اجازه هم ورنکړي: بل خوا د عامه نظم پولیسو قوماندان وایې داعش په ننګرهار کې مات شوی او د ډیورند کرښې هغې غاړې په پاکستان کې فعال مرکزونه لري . د ملي اردو قوماندان هم وايي په روانو عملیاتو کې د ننګرهار اچین ،کوټ ،هسکه مینه ،پچیراګام او خوګیاڼي ولسوالۍ د داعش له شتون څخه پاکې شوې دي: پوځي قوماندانان داسې مهال د داعش ډلې د ماتې خبره کوي چې عام خلک او د ملي شورا غړي بیا وایې چې داعش ډله اوس هم د ننګرهار په ډيرو سیمو کې فعاله ده او تازه دغې ډلې په کنړ کې هم په افغان ځواکونو بریدونه کړې دي.
|