سه شنبه, 03 سلواغه 1396 -
د امریکا سیاستونو د افغانستان راتلونکې کړکېچنه کړې ده پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

سه شنبه, 19 مرغومی

په افغانستان کې د امریکا دا سیاست بریالی نه دی، چې د جګړې ناکامي پر نورو وتپي، یا یې په یوې وړې وسله والې ډلې پورې منحصر کړي.

نشنل انټرسټ امریکايي مجله وايي، چې د افغانستان راتلونکی تیاره دی، جګړه تر پخوا ډېره شوې او افغانستان د اقتصادي ودې پرځای له ناامنیو او د ملکي مرګ ژوبلې له ډېریدو سره مخ دی.

نشنل انټرسټ  امریکايي مجله

(( د افغان امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله تر پخوا ډېره لوړه شوې. واشنګټن نورې بدمخې ملېشې په وسلو سمبالوي. د اقتصادي ودې پرځای، نفوس او د نشه يي توکو د تولید کچه ډېره شوې ده. تر ټولو بده دا،چې افغان مشران د یوه او بل په مخالفت کې واقع دي))

سرچینه وايي، چې د افغانستان زاړه زخمونه د امریکا په ډالرو تر ډېره مرهم نه شي پاتې کېدای او دا ټپونه اوس بیرته په غوړېدو دي.

د مجلې په باور، د سیمې هر هېواد کوښښ کوي، چې له افغانستان سره خپلې پولې مستحکمې کړي.

چین په بدخشان ولایت کې ځانګړې غرنۍ لوا حمایه کوي، چې ددوی خاورې ته د وسله والو جنګیالیو د نفوذ مخه ونیسي او روسیې تاجکستان ته خپل اضافي پوځیان او تجهیزات استولي، چې دا ټول د راتلونکو شخړو پر وړاندې د ګاونډیو هېوادونو واردمخه اقدامات په ډاګه کوي.

نشنل انټرسټ  امریکايي مجله

(( د سیمې هېوادونه د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اړه مطمین نه دي او د افغانستان ټول ګاونډيان( چین، روسیه، ایران او تاجکستان) په دې بوخت دي، چې له افغانستان نه خپلو پولو ته د جګړې او تاوتریخوالي د خپرېدو مخه ونیسي.))

مجله وايي، چې د سیمې له هېوادونو سره د امریکا ګډه همکاري په افغانستان کې د ناوړه کورنۍ جګړې مخه نیولی شي، له دې پرته به هر هېواد د خپلو پولو د خوندي کولو په هدف، یا خپلې پولې تړي او یا به په افغانستان کې د سپاه پاسداران په څېر پټ عملیات کوي.