چهارشنبه, 27 چنګاښ 1397 -
په ننګرهار کې د هوایې برید په پایله کې ځایې پاڅون کوونکي وژل شوي دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

پنجشنبه, 21 مرغومی

یوه سرچینه وایې چې برید د اچین ولسوالۍ د مامند درې په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو لخوا ترسره شوې چې پکې ځایې پاڅون کوونکي په نښه شوي دي.

د سرچینې په وینا برید د سنځلې په نامه پریوه ښوونځي هغه وخت شوی چې د پاڅون کوونکو له ډلې دوو تنو په بهرنیو ځواکونو ډزې کړې

په برید کې د وژل شویو کسانو کره شمیره مالومه نده خو سرچینه وایي چې پدې ښوونځي کې ټول شل پاڅون کوونکي موجود وو.

بل خوا وسله وال طالبان وایې چې لومړی د دوي نفوذې کسانو په بهرنیو ځواکونو ډزې کړې او یو شمیر سرتیري یې مړه او ټپیان کړې دي

تر اوسه ځایې چارواکو ، بهرنیو ځواکونو او پاڅون کوونکو پدې اړه څه ندي ویلي.