سه شنبه, 03 سلواغه 1396 -
فیفا په ټاکلي وخت کې د پارلماني ټاکنو د نه ترسره کیدو په اړه اندیښنه ښيي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

پنجشنبه, 21 مرغومی

پداسې حال کې چې د حکومت او ټاکنو کمیسیون له خوا د راتلونکو ټاکنو د ترسره کیدو لپاره تر اوسه کوم چمتوالی ندی نیولی او پر وړاندې یې د سیاسي جریانونو او څارونکو بنستونه اندیښنې په مخ په زیاتیدو دي.

دلته د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ له یو شمیر مدني بنسټونو سره یو ځای پدې تړاو خپلې اندیښنې له رسنیو سره شریکې کړې.

دوي اندیښنه د ټاکنو په تړاو اوسني چمتوالي او د حکومت ارادې ته په اشاري وایې چې راتلونکی کال به ټاکنې په خپل وخت ترسره نشي.

بل خوا پداسې حال کې چې د غواروي کمیټې تازه د کمیسیون د یوتن کمیشنر د ټاکلو لپاره له ۵۷ تنو څخه ۱۱ تنه غوره کړي او ټاکل شوې له هغې دري تنه ولسمشر ته معرفي کړي خو څارونکي بنسټونه دغه پروسه غیرقانوني او د پوښتنې وړ بولي.

فیفا او مدني بنسټونه له حکومت څخه غواړي چې ژر تر ژره د ټاکنو کمیسیون له اوسني حالت څخه را وباسي او د راتلونکو ټاکنو لپاره لاره برابره کړي:

دوي همدارنګه د رایې ورکونې مراکز په تړاو د کمیسیون طرحه ګونګه بولي:

لدې دمخه د غواوي کمیټې پخوانیو غړو او څارونکو بنسټونو دغه پروسه نمایشي بللې او ویلي چې حکومت غواړي په خپله خوښه یو کس د ټاکنو کمیسیون ریاست ته ورسوي.

په ټاکلي وخت د راتلونکو ټاکنو د نه ترسره کیدو په اړه دغه اندیښنې داسې مهال دي چې لدې دمخه یو شمیر سرچینو ویلي چې ښایې راتلونکې ټاکنې د دریو میاشتو او یا هم د ولسمشرۍ تر ټاکنو پورې وځنډول شي.