سه شنبه, 01 لړم 1397 -
د حزب اسلامي ۷۵ زندانیان له بګرام او پلچرخي زندانونو راخوشي شول پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

پنجشنبه, 21 مرغومی

د پنجشنبې په ورځ د حزب اسلامي ۷۵ زندان له بګرام او پلچرخي زندانونو خوشي او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

چارواکي وایې چې خوشي کسان له ټولو فلترونو تیر شوي سیاسي زندانیان دي چې د حکومت او حزب اسلامي د سولې توافقنامې په چوکاټ کې خوشي شوي دي.

پدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د حزب اسلامي استازو وویل چې ټاکل شوې وه ټول ۲۰۰ زندانیان خوشي خو په دوسیو کې یې د یو لړ ستونزو له امله ۷۵ تنه راخوشي شول:

د سولې توافقنامې د ګډ کمیسیون رییس له خوشي شویو زندانیانو غواړي چې د افغانستان ټولو قوانینو ته درناوی وکړي او د سولې توافقنامې نه پیروي وکړي.

نوموړی وایې چې د حکومت او حزب اسلامي ترمینځ د سولې توافقنامې د عملي کولو لپاره جدي کار روان دی او ډير ژر  به یې ټول موارد عملي شي.

د حزب اسلامي غړي هم د سولې توافقنامې د ټولو مواردو په عملي کولو ټینګار کوي او وایې چې دامهال له دونیمو تر دریو زرو بندیان په زندانونو کې شته چې باید ټول راخوشي شي:

د حکومت او حزب اسلامي ترمینځ د سولې توافقنامې تر لاسلیک وروسته دا دریم ځل دی چې د حزب اسلامي زندانیان د حکومت لخوا له زندانونو راخوشي کیږي.