سه شنبه, 01 لړم 1397 -
داعش ډله د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې په جدي ګواښ بدله شوې ده پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

پنجشنبه, 21 مرغومی

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په تیر ۲۰۱۷ کال کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د ترسره شوې تاتریخوالي ، ستونزو او اقداماتو په اړه خپل راپور خپور کړ.

یاده کمیټه تیر میلادي کال د خبریالانو او رسنیو لپاره خونړی او له ستونزو ډک وباله او وایې چې پدې کال کې ۲۰ تنه خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي او دارنګه د تاوریخوالي ۶۱ نورې پیښې ثبت شوې دي.

د خوندیتوب کمیټه وایې چې د شلو تنو خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د وژلو په پیښو کې داعش ډله لوي لاس لري او دغه ډله د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې په جدي ګواښ بدله شوې ده:

دغه کمیټه وایې چې له داعش ډلې را وروسته وسله وال طالبان د خبریالانو د قتل په پیښو کې دوهم ځای لري خو د تاوتریخوالي نورې پیښې چې قتل پکې نه شاملیږي دولتي مسئولان زیات سهم لري.

دغه کمیټه وایې سره لدې چې حکومت د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب په برخه کې ځيني حکمونه او فرمانونه صادر کړي خو په عمل کې یې مطلوبې پایلې نه درلودې او د ناامنیو په ګډون یو شمیر نورو عواملو د بیان آزادي له ګواښ سره مخ کړې ده:

دغه کمیټه وړاندیز کوي چې حکومت ، رسنۍ او مدافع بنسټونه باید پداسې ګډ مکانیزم کار وکړي چې له مخې یې د رسنیو امنیت خوندي شي:

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه په رسنیو کې د خبریالانو او نورو کارکوونکو پر وړاندې هم د تاوتریخوالو له ځينو مواردو یادونه کوي خو له اړوندو ادارو غواړي چې باید د کارکونکو حقوق تر پښو لاندې نه کړي.