سه شنبه, 01 لړم 1397 -
د افغانستان د ولسونو ملي اجماع:د شخصي ګټو په هدف باید ملي ګټې زیانمنې نشي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

پنجشنبه, 21 مرغومی

د ولسمشرۍ ماڼۍ او د بلخ د کوښه شوي والي عطامحمد نور ترمینځ د راپورته شوي جنجال څخه نږدې یوه میاشت تیریږي خو عطامحمد نور اوس هم په بلخ کې په عادي ډول خپلو چارو ته داوم ورکوي او حکومت ندی توانیدلی چې دې ولایت ته نوی ټاکل شوی والي معرفي کړي.

ظاهراّ دواړو لورو یو بل ته د خبرداریو ورکولو لړۍ جاري ساتلې او دوه اړخیزه مذاکراتو پایله هم مالومه نده چې روان وضعیت یو لړ اندیښنې راپورته کړې دي.

دلته د افغانستان د ولسونو ملي اجماع له دواړو خواو وغوښتل چې د دریمګړي په حیث یې ومني ترڅو یاده لانجه غوڅه کړي.

خو جمعیت ګوند یوشمېر غړي بیا د خبرو له داومه خبر ورکوي او وایي، چې د ارګ او جمعیت اسلامي ترمنځ مداکرات ډیر ژر به یوې پایلې ته ورسېږي.

د  افغانستان د ولسونو ملي اجماع همدارنګه حکومت په خپلو کړو ژمنو کې پاتې بولي او وایي، چې د هرې ورځې په تیرېدو سره افغانان له نویو ستونزو سره مخ کېږي.

دا پداسې حال کې ده چې ویل کېږي د راتلونکې شنبې په ورځ به د بلخ نوی والي انجینر محمد داود د نوي والي په توګه معرفي شي.