پنجشنبه, 30 وری 1397 -
د تورخم یو شمیر مسئولان د فساد په تور نیول شوي دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

پنجشنبه, 21 مرغومی

د تورخم سرحدي بندر د سرحدي پولیسو د کمیسارۍ مرستیال او یوشمیر نور سرتیري او افسران د فساد او غیري قانوني کړنو په موخه نیول شوي او د کمیسار په ګډون یوشمیر له دندو ګوښه شوي دي

ځایي مسئولان وایې د فساد په ضد یې مبارزه پيل کړي او ډير ژر به یوشمیر نور مسولین او په فساد کې ښکیل کسان ونیول شي

خو په تورخم سرحدي بندر کې د بار وړونکو موټر مسولین وايي پخوا به ترې دغلته په زیاته اندازه غیري قانوني پیسي اخستل کيدي خو په کمیسارۍ کي د تغیر په راتګ سره یو څه کم شوي

نوموړي وايي د سرحدي پولیسو سربیره اوس هم یوشمیر ادارې له دوي څخه غیري قانوني پیسي اخلي.

د تورخم تازه ګمارل شوي کمیسار وايي د فساد په ضد به مبارزه کوي:

په ننګرهار کې د فساد په ضد مبارزه په داسي حال کې پیل شوي چي تیره ورځ په دنده کې د غفلت له امله د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر او جنايي مدیر په ګډون شپږ افسران څارنوالۍ ته وپيژندل شوو.