چهارشنبه, 27 چنګاښ 1397 -
ولسي جرګه: د بهرنیانو پر خپل سرو بمباریو چوپ نشي پاتې کېدای پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

شنبه, 23 مرغومی

د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په مومندره کې پر ولسي پاڅوون کوونکو د بهرنیو ځواکونو وروستۍ هوایي بمبارۍ د ولسي جرګې د غړو له غبرګون سره مخ شوي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولایت استازي وایي، چې دا څوم ځل دی، چې بهرني ځواکونو پر ملکي خلکو او ولسي پاڅون کوونکو بمبار کوي.

دوی وايي، چې د بهرنیو ځواکونو په وروستيیو بمباریو کې ټول ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او نور د بهرنیانو د دې بمباریو پروړاندې چوپ نشي پاتې کېدای.

د ولسي جرګې غړي وایي، چې د دغو بمباریو ترڅنګ بهرنیو ځواکونو په یاده سیمه کې د داعش جنګیالیو د حضور په پلمه د ملکي خلکو خالي کورونه هم بمبار کړي او ویجاړ کړي یې دي.

که څه هم د ننګرهار ولایتي ادارې د اچین په مومندره کې پر ولسي پاڅون کوونکو د بهرنیو ځواکونو د هوايي برید په تړاو د څېړنو له پیلولو خبر ورکوي، خو د ملي شورا غړي د بهرنیو ځواکونو وروستۍ بمبارۍ د ټولو اصولو خلاف بولي او پر حکومت نیوکه کوی، چې د بهرنیانو پر دغو جنایتونو سترګې پټوي.

بهرني ځواکونه داسې مهال په اچین کې ولسي پاڅون کوونکي په نښه کوي، چې تردې مخکې یې د افغانستان په یوشمېر نورو ولایتونو کې پر ملکي سیمو هم هوايي بریدونه کړي او ګڼه مرګ ژوبله يې ملکیانو ته اړولې.