يكشنبه, 06 غبرګولی 1397 -
د امریکا دفاع وزیر:ډېر تمرکز یې له روسیې او چین سره پر مقابلې دی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

شنبه, 30 مرغومی

د امریکا دفاع وزیر، چې تېره ورځ په واشنګټن کې د امریکا د نوې دفاعي تګلارې په اړه په جان هاپکنز پوهنتون کې خبرې کولې د روسیې او چین پروړاندې تازه څرګندونې وکړي.

جيمز ماټيس وایي، له چين او روسيې څخه امريکا ته ګواښونه زيات شوي او له دې وروسته يې هېواد دغه لوري ته ډېره پاملرنه کوي او غواړي اوس له سترو ځواکونو سره مقابله وکړي.

نوموړی وايي، چې د امریکا د پوځي ستراتیژۍ تمرکز اوس له ترورېزم سره له مبارزې نه له سترو ځواکونو سره مقابلې ته اوړي.

جیمز ماټیس      د امریکا دفاع وزیر

(( موږ به د ترورېزم پر ضد کمپاین ته، چې نن په کې ښکېل یو، دوام ورکړو، خو اوس له سیمه ییز ځواک چین او روسیې سره مقابله د امریکا د ملي امنیت د تمرکز اصلې ټکی دی، نه ترورېزم ))

له دې سره د ملي شورا یوشمېر غړي چین او روسیې ته د امریکا د تازه خبرداري په تړاو اندیښنه ښيي او وایي، چې متحده ایالات په افغانستان د خپل پوځي حضور له لارې چین او روسیه ګواښي.

وکیلان وایي، چې امریکا له افغانستان څخه د ټوب تخطې په توګه په استفادې د سیمې هیوادونو ته نفوذ کول غواړي.

د امریکا دفاع داسې مهال له چین او روسیې سره د مقابلې خبره کوي، چې لدې وړاندې امریکا په ډاګه په سیمه کې د چین له لویو اقتصادي پروژو سره مخالفت ښودلی او دارنګه یې روسیې له وسله والو طالبانو څخه په ملاتړ تورنه کړې ده.