يكشنبه, 28 زمری 1397 -
امریکا او روسیې یو بل د داعش او طالبانو په ملاتړ سره تورن کړل پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

شنبه, 30 مرغومی

د جمعې په ورځ ناوخته د ملګرو متلونو امنیت شورا چې د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون درلود د افغانستان او منځنۍ آسیا په سولې او پرمختګ ځانګړې ناسته ترسره کړه.

د قزاقستان په نوښت په رابلل شوې دې غونډه کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د ښې راتلونکې لپاره د ترهګرۍ پر وړاندې جدي مبارزه او سیمه ییز او نړیوالې همکارۍ ټینګار وشو.

د ملګرو متلونو سرمنشي وایې چې افغانستان د نړۍ په نیابت د ترهګرۍ ضد جګړه مخکې وړي او دا د ټولې نړۍ مسئولیت دی چې لدې هیواد سره همکاري وکړي او د کابل پروسه بریالیتوب ته ورسوي:

انتونيو ګوتېرېش            د ملګرو متلونو عمومي منشي

(( افغان حکومت له کلونو راهیسي د ترهګرۍ ضد جګړه مخکې وړي او ترهګري او تنظیم شوي جرمونه پر ټوله سیمه اغېز لري ، ددې ګواښونو له منځه وړل یوازې د افغان حکومت دنده نه ده ځکه ټوله نړۍ د افغانستان پر سوله، ثبات او پرمختګ کې ونډه لري، په دې برخه کې د منځنۍ اسیا هېوادونه ځانګړی رول لوبولی شي.))

حکمت خلیل کرزی         د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین

(( مونږ د جګړې ترڅنګ له خپلو مسلح سیاسي مخالفانو سره د سولې خبرو هڅې جاري ساتلې او راتلونکي فبرورۍ په ۲۸ نیټه به د کابل په کنفرانس کې د سولې او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپله د لارې نقشه له نړیوالو سره شریکه کړو له هغې وروسته په تاشکند کې پدې تړاو بله نړیواله ناسته ترسره شي))

پدې ناسته کې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وایې چې دا هیواد به اجازه ورنکړي افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل شي خو نوموړی وایې یو شمیر هیوادونه له طالبانو د داعش په مقابل کې ملاتړ کوي چې دا کار یې دا مبارزه له ستونزو سره مخ کولای شي.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر بیا د افغانستان په شمال کې داعش ډلې د مرموز پرمختګ په اړه اندیښنه ښيي او وایې دغه ډله د قومي ملاتړ نه پرته هلته نشي رسیدلی:

سرګي لاوروف         د روسیې د بهرنیو چارو وزیر

(( روسیه او منیځنۍ اسیا هیوادونه د افغانستان په شمال کې د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول داعش له مخ پر ودې پرمختګ څخه اندیښنه لري او ، هلته د داعش راتګ کومه ساده خبره نده او نه هم دغه ډله خپله راتلاش ترڅو د یوه لوی قدرت ملاتړ له ځان سره ونه لري.))

جان سولیون        د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر

(( له بده مرغه ځیني هیوادونه د داعش د ګواښونو د مخینوي لپاره له طالبانو ملاتړ کوي چې دا یوه غلط فهمي او بد برداشت دی امریکا دیته ژمنه چې داعش ډله به له مینځه وړي او په طالبانو په فشار راوړي چې د سولې خبرو ته حاضر شي.))

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال پاکستان ته یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو پټنځایونه له مینځه یوسي.

پدې ناسته کې د افغانستان او منځنۍ آسیا د اقتصادي همکاریو او لویو پروژو په عمل کیدو ټینګار وشو:

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر             خیریت عبدالرحمانووف

(( افغانستان او منځنۍ آسیا هیوادونو د همکاریو پراخ چوکاټ رامینځته کړئ او د مهمو پروژو د ژر پلي کیدو ته ژمن دي مونږ هڅه کوي چې سیمه د سوکالۍ خواته لاړه شي او د ګډې همکارۍ له لارې منځنۍ آسیا له سویلي اسیا سره وتړله شي.))

حکمت خلیل کرزی         د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین

(( پدې ناسته کې د لوړپوړو استازو ګډون دا په ډاګه کوي چې نړیواله ټولنه د افغانستان په اړه اجماع ته رسیدلې او ارزښت ورکوي ،افغانستان او منځنۍ آسیا هیوادونو په مختلفو برخو کې د همکاریو هڅې پیل کړي او دغه همکارۍ زمونږ ګډې ګټې او اهداف تضمینولی شي.))

پدې ناسته کې د نورو هیوادونو استازو هم خبرې وکړي او له افغانستان سره د همکاریو د دوام ترڅنګ له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د اصلاحاتو راولي ، ټاکنې په خپل وخت ترسره کړي ، او د ښې حکومتوالۍ ، بشري حقونو ، فساد ، قانون حاکمیت ، کډوالۍ او نورو په برخه کې جدي کارونه وکړي او خپلې ژمني پوره کړي.