جمعه, 25 لړم 1397 -
ولسي جرګه:د سیاسي بې ثباتۍ دوام به د افغانستان لپاره نه جبرانېدونکې پایلې ولري پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

شنبه, 30 مرغومی

د بلخ له ولایت څخه د عطامحمد نور د ګوښه کېدو پر سره راپورته شوې لانجه له یوې میاشت وروسته نه یوازې حل شوې نه ده، بلکې د موضوع جنجالي کېدو امریکایي چارواکو ته د مداخلې زمینه مساعده کړې او د ملي یوالي حکومت ته یې د دې لانجې د سولیز حل سپارښتنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت ګوند رییس چې په دې موضوع کې د حکومت مقابل لوری بلل کیږي د افغانستان په استازیبوب په نړیوالو ناستو کې د ګډون پرځای له حکومت سره په ناندریو بوخت دي.

د ولسي جرګې غړي د دې وضعیت دوام د افغانستان لپاره خطرناک بولي او وایي که د کورنۍ سیاسي بې ثباتۍ مخه ونه نیول شي،ښايي د افغانستان لپاره نه جبرانېدونکې پایلې ولري.

په ورته مهال د ولسي جرګې غړي دهیواد روان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وایي د ملي یوالي حکومت د خپلمنځي اختلاف له امله وسلوالې ډلې د پیاوړي کېدو په حال کې دي.

په ولسي جرګه کې د فراه ولایت استازي خبرداری ورکوي چې که  دې ولایت ته پام ونه شي، ښایي ډير ژر دمخالفنیو لاس ته ورشي.

په ورته مهال د ولسي جرګې د شپاړسمې دورې د اووم امتیازي کال په پای ته رسېدو سره د ملي شورا غړي په ژمنیو رخصتیو ولاړل.

ولسي جرګې په تېر ۱۴ اجلاس کې  ۵۴ عمومي ناستې،۱ استضاحیه،۱۴ استجوابیه،۳ استماعیه او ۳۴ عادي ناستې ترسره کړې دي،

خو ایا ولسي جرګه په دغه دوره کې پرخپلو چارو کې بریالۍ وه؟

د ولسي جرګې د شپاړسمې دورې اووم امتیازي کال داسې مهال پای ته رسیږي، چې حقوقي شنونکي د ولسي جرګې د کار دوام غیر قانوني بولي او د حکومت له ژمنو سره سره لاهم د راتلونکو پارلماني ټاکنو برخلیک ناڅرګند دی.