يكشنبه, 28 زمری 1397 -
په کابل کې د روسیې سفیر وایې افغانستان کې د روسیې او د دوی د سیمه ییزو پالسیو په اړه ذهنیت ته وده ورکول کیږي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

دوشنبه, 23 سلواغه

الکساندر مانتستکي له ټاس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې په پرله پسې توګه طالبانو سره پر ملاتړ د مسکو تورنیدل د د دوي د ادعا د کره والي ښه بیلګه  ده. 

دغه روسي ډيپلومات د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د واشنګټن پر نوې پوځي ستراتیژۍ نیوکه کوي او وایې چې داعش او نیشه ای توکو ته هیڅ اشاره نده شوې.

مسکو د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د واشنګټن پر نوې پوځي ستراتیژۍ نیوکه وکړه او هغه یې نیمګړې وبلله

کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتتڅکي له تاس خبري اژانس سره په تازه مرکه کې ادعا کړې، چې په دې ستراتیژۍ کې د داعش د افغانستان له څانګې پیښ ګواښونه او نشه يي توکي په بشپړه توګه له پامه غورځول شوي دي.

هغه دغه راز یو ځل بیا نیوکه کړې، چې کابل او لویدیز هیوادونه له پرله پسې غوښتونو سره سره د هغو چورلکو په اړه معلومات نه ورکوي، چې دده په وینا د افغانستان شمال ته وسله وال لیږدوي.

دغه روسی دیپلومات وايي، خپله دا اندیښنه یې په وار وار کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر «یوناما» په ګډون له بیلابیلو خواو سره شریکه کړې ده.

مانتتڅکي دغه راز ادعا کوي، چې ګنې افغانستان کې د روسیې او د دوی د سیمه ییزو پالیسیو په اړه ذهنیت ته وده ورکول کیږي.

هغه په دې وروستیو کې په پرله پسې توګه له طالبانو سره پر ملاتړ د مسکو تورنیدل د خپلې دې ادعا د زباد ښه بیلګه بولي.

نوموړی وايي، امریکا او لویدیز غواړي په دې توګه افغانستان کې د داعش د نفوذ له پراختیا او په تیرو شپاړسو کلونو کې پر خپلو ناکامیو پرده واچوي.

کابل کې د روسیې سفیر وايي، افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور پراختیا باید د دغه هیواد له حاکمیت او د سیمې د هیوادونو له ګټو څخه د سرغړونو لامل نشي.

هغه دغه راز افغانستان سره د ملي امنیتي ځوکونو په روزنه او تجهیز کې همکاریو ته د مسکو د چمتوالی خبر ورکوي.