جمعه, 04 کب 1396 -
په تورخم کې د هغه ترمېنل چارې په ټپه ولاړې دي چې دوه کاله وړاندې یې پرانېسته شوې وه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

دوشنبه, 23 سلواغه

موټر چلوونکي او عام خلک وایې چې د ترمېنل نه شتون له ګڼو ستنوزو سره مخ کړي او د یاد ترمېنل په نه جوړولو کې د اقتصادي مافیا لاس دی.

خو چارواکي بیا د اقصادي مافیا لاس لرل ردوي او وایې چې یاده ستونزه یې له حکومت سره شریکه کړې او دوي هم د حکومت د پریکړې په تمه دي.

په تورخم کې د مسافرو لپاره د ترمینل پرانیسته نږدې دوه کاله وړاندې وشوه، خو اوس یې کارونه په ټپه ولاړ دي چې یادې چارې موټر چلونکو ته ګڼې ستونزې جوړې کړي..

عام خلک نیوکه کوي چې د ترمینل د کار ځنډېدلو ترشا د اقتصادي مافیا لاس دی، ځکه یې د ترمینل د اساسي کارونو په ځای د هټیو جوړولو ته لومړیتوب ورکړی..

موټر چلونکی وایې دلته د ترمېنل نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او په وینا یې چې اقتصادي مافیا په لوي لاس د فساد لپاره لار هواره کړې.

دوي وایې چې د منظم ترانسپورټي سیسټم نشتوالي لاامله ټوله ورځ په ګڼه ګوڼه کې تېروي چې یادې چارې یې په اقتصادي وضعیت منفي اغیز کړې.

له بل پلوه په یاده لار تلونکي مسافر وایې، د منظمي اډې نشتوالي له کبله سرګردانه دي او د سړک په سر په ساعتونو ساعتونو انتظار کوي تر څو د سوارلۍ موټر پېدا کړي.

د ځایې خلکو غوښتنه بیا دا ده چې د ترمېنل چارو په اړه دې جدي څېړنه وشي، او په فساد کې ښکېل کسان دي د قانونو منګولو ته وسپارل شي.

د تورخم ترانسپورټ مسئولین مني چې د یاد ترمنېنل کارونه په ټپه ولاړ دي، خو په وینا یې چې یاده ستونزه یې له حکومت سره شریکه کړې:

چارواکي وايي د ترمینل لپاره په ټاکل شوي ځای کې د هټیو جوړول د ترمینل یوه برخه ده، او ردوي چې کارونه دې د فساد له امله ولاړ وي.

خو عام خلک وایې چې تورخم کې اداري فساد او اقتصادي مافیا په ځایي چارواکو څوچنده زوروره ده او همدال امل دی،چې د ترمېنل چارې هم په پټه ولاړې دي.