يكشنبه, 06 غبرګولی 1397 -
د کورنیو چارو وزارت: په تېرو شپږو میاشتو کې د څلورو جنرالانو په کډون ۱۵۸ تنه منسوبین د فساد په تور لویي څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

دوشنبه, 23 سلواغه

دغه کسان د کورنیو چارو وزارت د تفتش ریاست له لوري د معاشونو، تجهیزاتو او د پولیس سرتېرو د ګمارنو اړوند د میلیونونو افغانیو پر درغلۍ او بې ځایه لګښتونو تورن دي.

د کورنیو چارو وزارت پر فساد د تورنو جنرالانو نومونه نه اخلي او همدارنګه د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې پر ریس، غیور اندرابي باندې د فساد تور هم ردوي.

په کورنیو چارو وزارت کې د سرتېرو له معاش، ډوډۍ او تجهیراتو څخه د میلیونونو افغانیو غلا کول د دغه وزارت تر څو جنرالانو او چارواکو پورې نه محدودېږي.

د کورنیو چارو وزارت د تفتیش ریاست وایي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې يې د څلورو جنرالانو په شمول د دغه وزارت ۱۵۸ منسوبین د فساد په تور لویي څارنوالي ته معرفي کړي.

دغه کسان د کورنیو چارو وزارت دتفتش ریاست له لوري د پولیس سرتېرو د معاشونو،تجهیزاتو او تعیناتو په برخه کې د میلیونونو افغانیو فساد له امله تورن پېژندل شوي.

 

که څه هم تر دې وړاندې د عامه نظم پولیسو قومندان زمری پیکان د درنو جرمنو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز له لوري په اته نیم کاله بند محکوم شو او د کورنیو چارو وزارت د کوپراتیفونو ریس انور کوهستاني د فساد دوسیه هم د لویي څارنوالي تر څېړنو لاندې ده.

خو په تازګۍ بیا داسې راپورونه خپاره شوي، چې له درنو جرمونو سره د مبارزې پولیسو ریس چې باید خپله دغه وزارت کې د فساد په وړاندې مبارزه وکړي، بر عکس له خپل صلاحیت څخه په ګټه اخستنې یې په دغه وزارت کې د فساد لویو دوسیو د څېړلو مخنوی کړی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، چې تر اوسه د دغې موضوع اړوند دوی کوم اسناد نه لري او یاد ریس هم اوس مهال له هېواده بهر دی.

د کورنیو چارو وزارت د تفتش ریاست په خپلو څېړنو کې تر اوسه د فساد ۱۲۵ موارده پیدا کړي، چې د پولیسو له امکاناتو میلیاردونه افغانۍ غلا شوي ، خو پوځي کارپوهان بیا  په دغه وزارت کې ، رابرسېره شوی فساد تر دې هم پراخ بولي.