يكشنبه, 28 زمری 1397 -
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ لخوا په کابل کې امنیتي او دفاعي غونډه ترسره شوه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

سه شنبه, 24 سلواغه

ملي دفاع وزارت وایې چې پدې دوه ورځينۍ ناسته کې د افغانستان ، پاکستان ، منځنۍ اسیا هیوادونو لوی درستیزان ، د ناټو او امریکا چارواکي ګډون لري چې له ترهګرۍ نشه ای توکو سره په مبارزې بحث کوي.

افغان حکومت تمه څرګندوني چې پدې ناسته کې به له پاکستان څخه په قاطعیت غوښتنه شوې وي چې د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي او پدې برخه کې ریښتنې همکاري وکړي.

دغه ناسته چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ لخوا رابلل شوې پکې د افغانستان ، پاکستان ، منځنۍ اسیا هیوادونو لوی درستیزان ، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل او په افغانستان کې د پریکنده ملاتړ عمومي قوماندان جان نیکولسن ګډون لري.

ملي دفاع وزارت وایې چې ددې ناسته جزیات به وروسته خپاره شي خو زیاتوي چې په ټوله کې له ترهګرۍ او نشه ای توکو سره په مبارزې بحث او خبرې اترې کیږي.

تر اوسه کره نده چې د منځنۍ آسیا د کومو هیوادونو لوی درستیزانو او یا هم پوځي چارواکو پدې ناسته کې ګډون کړئ خو تیره شپه د ازبکستان او قزاقستان لوی درستیزانو له ولسمشرغني سره کتلي دي.

د منځنۍ اسیا هیوادونه او روسیه د افغانستان په شمال کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو د مخ پر ودې فعالیتونو څځه اندیښنه لري او په وار وار یې پدې برخه کې امریکایې ځواکونه د ترهګرۍ ضد مبارزه کې په ناکامۍ او ناغیړی تورن کړي دي.

بل خوا پدې امنیتي او دفاعي ناسته کې داس مهال د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه ګډون کوي چې افغان حکومت تور پورې کوي چې پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزه کې صادقانه همکاري نه ده کړې.

ملي دفاع وزارت تمه څرګندوي چې د کابل په ناسته کې به ګډونوال په پاکستان فشار راوړي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ریښتنې مبارزه وکړي.

په کابل کې د ترهګرۍ او نشه ای توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره ، د افغانستان ، پاکستان ، منځنۍ اسیا ، او امریکا لوړ پوړي چارواکي داسې مهال په امنیتي او دفاعي ناسته کې ګډون کوي چې یوه ورځ د مخه په کابل کې د روسیې سفیر د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژي لدې کبله ناکمه وبلله چې داعش ډلې او نشه ای توکو ته پکې اشاره نده شوې.