جمعه, 25 لړم 1397 -
په کورنیو تلویزیونونو کې دغلیظې محتوا لرونکو اعلانونو خپرول له داعش ډلې لپاره تبلیغاتي مرسته کوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

 

سه شنبه, 24 سلواغه

کارپوهان په دې موضوع پرټینګار سربیره وایي، د افغاني ټلویزیونونو له لارې د داعش ډلې پرضد خپرېدونکي اعلانونه ، چې ګنګه محتوا لري د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د ګټې پرځای د دې ډلې د جنګیالیو لپاره تبلیغاتي بڼه لري.

دفاع وزارت د دې اعلانونو له خپرېدو سره مخالفت لري او وایي دغه تخریشونکي اعلانونه له دفاع وزارت سره له همغږۍ پرته په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري خپریږي.

د دغه اعلانانونو خپرول د امریکا سفارت د تبلیغاتي کمپاین یوه برخه ده، چې د ډېرو زیاتو  پیسو په بدل کې د څو ځانګړو داخلي تلویزیونو له لوري خپرېږي.

خو ایا د داعش په وړاندې دغه تبلیغاتي کمپاین، چې د داعش د ماتي پیغام خپروي، رښتیا هم د داعش د ماتېدو ښکارندویي کوي او که د دغه ډلې لپاره تبلیغات دي؟

د دغو اعلانونو د محتوا خپرول، ډیری  خلکو او د رسنو کارکونکو ته ګنګ دي، ځکه د رسنېز بنسټونو په اند پر ټولنه کې د روانو  شرایطو سره سمون نه لري، او د مثبتي اغېزې پر ځای، جنګیالو ته یو ډول تبلیغ بلل کېږي.

د دغو اعلانونو په خپرولو سره، په عراق او سوریې کې د داعش د ماتي او پوځي مانورو انځورونه وړاندې کېږي.

پوځي کارپوهان وایي، چې داعش په افغانستان کې د پښې ځای نه لري، خو سره له دې چې له ماتي یې خبر ورکول کېږي، بیا یې هم په وړاندې تبلیغات ترسره کېږي، چې دا خپله دې ډلې ته پراخ تبلیغات دي.

دفاع وزارت د جنګیالیو په وړاندې تلویزیوني تبليغات په دریو برخو ویشي، دوی وایي یوه برخه اعلانونه د ملي دفاع وزارت او بله برخه د ناټو له لوري خپرېږي او نور نا مشخص اعلانونه کېدایسي د امریکا سفارت له خوا خپاره شي.

د ځینو کارپوهانو په باور، په داسې حال کې چې د امریکا بي۵۲ الوتکې د داعش د ځپلو په موخه پرته له دې، چې داعش ته زیان واړوي درنې بمبارۍ تر سره کوي، او په ورته مهال کې د دغه رنګ اعلانونو په خپرولو سره غواړي یو وار بیا داعش ډلې ته عامه ذهنونه راواړوي.