يكشنبه, 28 زمری 1397 -
په نږدې راتلونکې کې د اندونیزیا په کوربه توب د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا علماوو ترمنځ د افغان سولې په تړاو یوه غنډه جوړیږي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

سه شنبه, 24 سلواغه

د سولې عالي شورا وایې چې په یاده غونډه کې به د افغانستان اوسنیو ستونزو ته د حل لارې پېدا کولو په اړه خبرې وشي.

خو سیاسي شنونکي په دې باور دي چې دا غونډه به د نورو غونډو په څېر ډيره ګټوره نه وي، ځکه اندونیزیا هغه هیواد دی چې په افغان جګړه کې له ښکېلو جنګیالیو ډلو سره نږې اړیکې نه لري.

په افغان سوله کې د ګڼو هیوادونو وروسته اوس تازه افغان حکومت د اندونیزیا په کوربه توب د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا هیوادونو علماوو ترمنځ یوه ګډه غونډه جوړوي

د سولې عالي شورا وایې چې یاده غونډه د افغان حکومت په هڅو د اندونیزیا په کوربه توب جوړیږي او د افغان سولې په اړه به  پکې جدي بحثونه وشي.

که څه هم واردمخه روسیې، چین، پاکستان او ګڼو نورو هیوادونو د افغان سولې لپاره هڅې کړي خو د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا علماوو ترمنځ به په لومړي ځل د افغان سولې لپاره په نږدې راتلونکې کې د اندونیزیا په کوربه توب غونډه وشي.

د افغان حکومت او امریکا اوسنۍ پالیسي ترډیره د سولې په ځای له مخالیفو ډلو سره په جنګ ولاړه ده، او دواړه لورې تر ډیره د افغانستان اوسني بحران نه د وتلو لار له مخالفو ډلو سره جنګ بولي.

خو د سولې عالي شورا بیا د اوسني وضعیت حل لاره له مخالفو ډلو سره خبرې کول بولي او وایې چې د خبرو له لارې شونې ده افغان جګړه پای ته ورسیږي.

سیاسي شنونکي بیا په دې اند دي چې دا غونډه به د تیرو غونډو په څېر د افغان سولې لپاره اغیزمنه نه وي،ددوي په وینا چې اندونیزیا په هغه موقف کې نه ده چې د افغان حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ دې سوله وکړي.

دا پداسې حال کې ده چې لدې دمخه د سولې عالي شورا مشرتابه پلاوي هم اندونیزیا ته سفر درلود او له هغې وروسته د اندونیزیا ولسمشر اول اسلام اباد او بیا کابل ته سفر چې د چارواکو په وینا د سولې په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه کړې ده.