جمعه, 25 لړم 1397 -
.افغان حکومت باید د شانګهای سازمان په مرسته په افغانستان کې د سیمه ییز تقابل مخه ونیسي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

سه شنبه, 24 سلواغه

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال چې، په شانګهای سازمان کې د افغانستان د حضور او د هغې ګټې ترنامه لاندې جوړې شوې ناستې ته یې خبرې کولې وویل، په سیمه کې د دغه سازمان ښکېلتیا ته په پام باید په افغانستان کې د روان کړکیچ او بې ثباتۍ د پای ته رسولو په برخه کې د دغه سازمان له نفوذ ګټه واخستل شي.

کارپوهان وایي، په افغانستان کې روانه ترهګري سیمه ییزې رېښې لري او اړتیاده چې د حل لپاره یې د سمیې هیوادونو سره ګډ کار وشي.

په کابل کې د یوه تحقیقاتي مرکز له لوري ، په شانګهای سازمان کې د افغانستان د حضور او د هغې د ګټو ترنامه لاندې ناسته رابلل شوې او د کابل پوهنتون د یوشمېر استادانو په ګډون د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز مسولان ورته د بحث لپاره رابلل شوي دي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال چې دې ناستې ته یې خبرې کولې وویل، په سیمه کې د دې سازمان ښکېلتیا ته په پام افغان حکومت باید د یاد  سازمان په همکارۍ په افغانستان کې د سیمه ییزو هیوادونو د تقابل مخه ونیسي.

مشرانو جرګه په دغه سازمان کې د افغانستان حضور ښه فرصت بولي او وایي د افغانستان ډیپلوماتیکه د ستګاه باید د سیمې هیوادونه قانع کړي چې د افغانستان ثبات د سیمې په ګټه دی.

د دې ناستې ګډونوال بیا په سیمه او افغانستان کې روانه ترهګرۍ د یوشمېر سیمه ییزو هیوادونو د ناسمو سیاستونو پایله بولي او وایي د دې وضعیت د پای ته رسولو لپاره باید ګډې هڅې دي.

شنونکي وایي، د پاکستان په ګډون د سیمې پرهیوادوونو باید فشار راوړل شي، چې د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي.

شانګهای سازمان په  ۲۰۱۱ کال د چین ، روسیې، تاجکستان ، قزاقستان ،قرغیزستان او ازبکستان هیوادونو له لوری رامنځ ته شو او افغانستان دامهال په دغه سازمان کې د څارونکي هیواد په حیث ګډون کوي.