جمعه, 25 لړم 1397 -
اجراییه رئیس : د افغان مېرمنو د پیاوړتیا په هدف لا ډير کار ته ارتیا ده پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

سه شنبه, 24 سلواغه

عبدالله عبدالله چې د ښځو پياورتیا په هدف یوې ناستې ته وینا کولې وایي، افغانې مېرمنې توانېدلې چې د یوې نېمې لسېزې په ترڅ کې په  بیلا بیلو برخو کې ډیر پرمختګ وکړي، خو لا هم اړتیا ده، ترڅو د میرمنو پیاوړتیا لپاره ډير کار وشي.

بل پلو د افغان امریکايي پوهنتون مسولان په ورته نظر سره وایي، د میرمنو له ونډې پرته د یوې ټولنې ثبات او پرمختګ ناشونی دی.

افغان حکومت په حکومتي ادارو کې د ښځو پراخه ونډه او د ښځو پیاوړتیا لوړول، یو له هغو مواردو بولي، چې حکومت یې لوړیتوب یادوي او د یوې نیمې لسیزې مهمه لاسته راوړنه یې بولي.

په هدې هدف دلته د افغان امریکايي پوهنتون لخوا د ښځو پياوړیا تر عنوان لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.

په دې سیمینار کې د افغان امریکایي پوهنتون مسولان ترڅنګ چې د حکومت اجراییه رئيس هم ګډون کړی، ډیر تمرکز یې د ښځو په پیاوړتیا ورڅرخي او وايي، چې له موقتي ادارې را پدېخوا افغان میرمنې توانېدلې چې په بیلا بیلو برخو کې خپل رول ثابت کړي.

عبدالله عبدالله د ښځو د پرمختګ سربیره وایي، چې د میرمنو پروړاندې اوس هم ځېنې ننګونې شته، چې د له منځه وړلو په هدف یې لا هم ‌ډير کار ته اړتیا ده.

د عبدالله عبدالله په وینا لدې وړاندې چې موقتي ادراه رامنځته شي ښځې له خپلو ټولو حقونو څخه محرومې وې، تر دې چې د کابل اوسني سټیډیم چې لوبې پکې ترسره کېږي، د دوی د اعدام، رټلو او ډبول په مرکز بدل شوی وو.

بل پلو د افغان امریکايي پوهنتون رئيس په ورته نظر سره وایي، د میرمنو له ونډې پرته د یوې ټولنې ثبات او پرمختګ ناشونی دی.

د نوموړي په وینا، د دوی پوهنتون په افغانستان کې د زده ګړو خدمتونو او د ښځو پیاوړتیا سربیره پدې هم کار کوي تر د افغاني ټولنې لپاره نوي رهبران وروزي.

دا پداسې حال کې ده چې اوس هم د هیواد په ډيرو برخو کې ښځې له خپلو حقونو محرومې دي او پدې برخه کې د فعالو ادارو په کار جدي نیوکه شته.