جمعه, 01 چنګاښ 1397 -
کابل کې یو شمېر دیني عالمان د ملي یووالي حکومت پرځای د یوه بدیل نظام غوښتنه کوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

پنجشنبه, 03 کب

دغو دیني عالمانو د بلخ د والي عطامحمد نور په ملاتړ غونډه کې د اوسني سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او د بدیل عادل نظام د رامینځته کیدو غوښتنه یې وکړه.

دوي خبرداری ورکوي چې که حکومت یې غوښتنو ته پام ونه کړي خلک به د حکومت پر وړاندې اقدام وکړي.

د حکومت او جمعیت اسلامي ترمنځ له لس دوره ناکامو خبرو اترو وروسته، لاهم د کابل او د بلخ د قدرتمند والي ترمنځ اړیکې ترینګلې دي.

د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د عطامحمد نور په ملاتړ یو شمېر دیني علمانو، د ملي وحدت حکومت پای ته رسیدلی وباله او له ولسمشر او اجرائیه رییس نه یې وغوښتل، چې له خپلو دندو استعفاوې وکړي.

دغه دیني عالمان وایي، چې اوسنی بحراني وضعیت افغانستان نور هم په ناسم لوري بیایي نو ځکه باید ژر تر ژره د ملي یووالي حکومت بدیل رامینځته شي.

د نور په ملاتړ دغه را غونډ شوي دیني عالمان وایي، حکومتي مسئولانو له خلکو سره کړې ژمنې نه دي عملي کړې او د تمې خلاف د خلکو ژوند له هر پلوه خراب شوی دی.

دوی خبردای ورکوي، چې که حکومتي مسئولان استفعا ور نه کړي نو خلک به مجبور شي چې دوي له واکه لرې کړي.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ وایې چې د عطامحمدنور پر وړاندې د حکومت حوصله یوازې ددې لپاره چې د بلخ خلکو ته کوم تشویش پیدا نشي خو قانون به په هر صورت کې عملي کوي:

په کابل کې له عطامحمد نور څخه یو شمیر دیني عالمان داسې مهال ملاتړ اعلانوي چې خپله عطامحمد نور خبرداری ورکړئ چې په نږدې ورځو کې به د هیواد په ۱۵ ولایتونو کې حکومت ضد لاریونونه را وباسي.