چهارشنبه, 04 تله 1397 -
یو امریکایی څیړنیز مرکز : ایغور جنګیالي د چین مشکل دی نه پوهیږو، چې امریکایي الوتکې ولې بدخشان ته پسې تللې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

پنجشنبه, 03 کب

ډېفنس ون تحقیقاتي مرکز وايي، د شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ یو وخت د القاعدې ملګرتیا کوله، ځکه په دې ډله پورې یې ګټې تړلې وې، خو اوس له القاعدې اوطالبانو مستقل عمل کوي او د امریکا لپاره هیڅ راز خطر نه دی.

ډیفنس ون وايي، چې په افغانستان کې د امریکا ترهګرۍ ضد جګړه له خپل مسیره اوښتې ده.

کومه ترهګرۍ ضد جګړه چې د القاعدې او طالبانو پر خلاف پیل شوې وه، اوس یې بڼه بدله شوې او د افغانستان جوړونې او ترهګرو د له منځه وړو پرځای اوس نړیوال ترهګر، طالبان، داعش او د چین بیلتون غوښتونکي هدف ګرځوي.

د امریکا ون ډیفنس تحقیقاتي مرکز، چې اکثریت په نړیوالو پوځي مسایلو تمرکز لري، په کابل کې د امریکا د پوځي عملیاتو د یوې برخې د رییس تورن جنرال لېنس بونچ له خوالې وايي، چې دوی د طالبانو او ایغور جنګیالیو د هدف ګرځولو په هدف، زیات امکانات او اختیارات ترلاسه کړي دي.

ون ډیفنس د امریکا د وودرو ویلسن څیړنیز مرکز د یوه شنونکي له خولې وايي، چې اې ټي آی ایم یا شرقي ترکستان ډله محلي اهداف لري او د امریکا لپاره خطر نه دی.

ون ډیفنس وايي، دا حکایت او داستان، چې په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه او د کوم بل بن لادن رامنځته کېدل د امریکا ګټې ګواښي، نور د اورېدو وړ نه دی.

ددغه مرکز یو محقق، چې په افغانستان او عراق کې له امریکايي ځواکونو سره د جګړې په ډګر کې دوه کاله پاتې شوی، او د عراق پر جګړه یې یو کتاب هم لیکلی، وايي، د امریکايي جنرالانو له مرکو داسې ښکاري، چې د افغانستان شمالي ولایتونه پخوا امن وو، خو ایغور او نور جنګیالي پکې تازه فعال شوي. دغه څیړونکی په طنزیه ډول وايي، امریکا په داسې حال کې د چین د بیلتون غوښتونکو خلاف بمبارۍ کوي، چې واشنګټن په خپله نوې دفاعي ستراتیژۍ کې چین د متحده ایالاتو ستراتیژیک رقیب ګڼلی دی.

امریکايي چارواکو ۱۲ ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې بي ۲۵ الوتکو یې د افغانستان په بدخشان ولایت کې د چین او تاجکستان سرحداتو ته نږدې د شرقي ترکستان او داعش جنګیالیو مراکز په نښه کړي، خو شنونکي په دې باور دي، چې دغه بمبارۍ د چین او منځنۍ اسیا د هېوادونو پر لور د جنګیالیو د انتقال او فرار سبب ګرځي.