چهارشنبه, 04 تله 1397 -
د امریکا دفاع وزیر:د طالبانو یو شمېر غړي له افغان حکومت سره خبرو ته لېواله دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

سه شنبه, 22 کب

جیمز ماتیس، چې په یوه نا څاپي سفر کابل ته راغلی وایي، چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د طالبانو ځینو کوچنیو ډلو د سولې خبرې پیل کړي او ځینو ډلو ورته لیوالتیا ښودلې.

ماتیس وايي، دوی افغان جګړه له پوځي لارې نه، بلکې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو له لارې ګټل غواړي.

په همدې حال کې د ملي شورا یوشمېر غړي د سولې په اړه د امریکا نیت سم نه بولي.

د افغان حکومت له لوري طالبانو ته له کوم مخکیني شرط پرته د سولې له وړاندیز دوه اونۍ وروسته د امریکا دفاع وزیر کابل راغلی.

کابل ته د مټیس له سفر مخکې نوموړي خبریالانو ته ویلي، داسې نښې یې لیدلي دی، چې د طالبانو یوشمېر غړي له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته لیواله دي.

نوموړی وایي، چې د طالبانو ځینو کوچنیو ډلو سره خبرې پیل شوي او ځینو ډلو یې ورته لیوالتیا ښودلې.

د امریکا دفاع وزیر وایي هغو وسله والو ته، چې د سولې خبرې غواړي افغان حکومت او متحده ایالات ورته د سولې د خبرو فرصت برابروي.

ټاکل شوې، جیمز مټیس د سولې په اړه طالبانو ته د وړاندېز شوې طرحې پر جزیاتو له افغان چارواکو سره خبرې وکړې.

دفاع وزارت کابل ته د امریکا د دفاع وزیر سفیر سیاسي سفر بولي، خو وایي، چې ښايي له دفاع وزیر او نورو امنیتي مسوولانو سره پر امنیت او له ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې وکړي.

خو د ملي شورا یوشمېر غړي وایي، د افغانستان د سولې او امنیت په برخه کې د امریکا نقش مهم دی او که دغه هیواد په ریښتیني غواړي په افغانستان کې روان تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېښودی شي.

کابل ته د امریکا دفاع وزیر سفر داسې مهال ترسره کیږي، چې طالبانو د افغان حکومت د سولې طرح نه ده منلې، خو په اندونیزیا کې یې د سولې په تړاو د دیني عالمانو له کنفرانس سره مخالفت ښودلی دی.