جمعه, 01 چنګاښ 1397 -
د افغانستان لویه برخه جنغوزي د پاکستان په نامه نورو هیوادونو ته صادرېږي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

سه شنبه, 22 کب

د سوداګرۍ او صنایعو خونو مسولان چې د افغانستان د جنغوزیو اتحادیې په پرانسته غونډه کې یې خبرې کولې، وايي، دمګړۍ افغانستان ۳۳ زره مټریک ټنه جلغوزې حاصلات لري، چې یوازې زر تڼه یې د افغانستان په نامه او پاتې ۳۲ زره ټنه نور د پاکستان په نامه بهرنیو هیوادونو ته صادرېږي.

بل خوا اجرایيه رئيس وایي، حکومت د جلغوزیو په برخه کې  کړې ژمني نه دي عملي کړې او اوس هم په ډیرو لرې پرتو سیمو کې د جلغوزیو د ونو پرېکولو لړۍ راونه ده.

په کور د ننه د جنغوزیو  لپاره د پروسس او بسته بندۍ مراکزو نشتون د دې لامل شوی، چې د افغانستان نېږدې ۹۰ سلنه جلغوزه د پاکستان په نامه نورو بهرنیو هیوادونو په ځانګړې ډول چین او هانګ کانګ ته صادره شي.

په همدې تړاو د سې شنبې په ورځ د اجرایيه رئیس په حضور کې د سودارګرۍ او صنایعو خونو مسولانو له لورې د لومړي ځل لپاره د جنغوزو د پروسس او بسته بندې د مراکزو د جوړېدو اتحادیه پرانستل شوه.

د سودارګرۍ او صنایعو خونو مسولانو حکومت پدې برخه کې په کړو ژمنو کې پاتې بولي او وایې چې اوس مهال افغانستان ۳۳ زره مټریک ټنه جلغوزې حاصلات لري، چې له ډلې یې  یوازې زر تڼه د افغانستان لخوا بهرنیو هیوادنو ته صادرېږي.

د جلغوزیو د سوداګرو اتحادیې رئيس د ستونزو ترڅنګ زیاتوي چې د پروس او بسته بندۍ مراکزو په جوړېدو سره به د اقتصادي ودې او په دې برخه کې د شته ستونزو د حل ترڅنګ سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

په غونډه کې چې اجریه رئيس هم ګډون کړی وو وایې چې حکومت پدې برخه کې کړې ژمنې ندي عملي کړي او پردې سربیه په یو په یوشمیر ولایتونو کې د جلغوزو د ونو پرې کېدو لړۍ روانه ده:

پدې ناسته کې د جلغوزو د سوداګرۍ د لا پراخېدو او همکارۍ په هدف د جلغوزو اتحادې په مشرۍ د سوداګرۍ او صنایعو خونو لخوا له یوه خصوصي بانک سره یو هوکړه لیک هم لاس لیک شوو ترڅو په دغه برخه کې سوداګرو ته د پور ورکونې په شمول ګڼ شمیر نورې اسانتیاوې برابرې کړي