چهارشنبه, 04 تله 1397 -
مشرانو جرګه وایي، د افغان جګړې اوسنۍ ستراتیژۍ ناکامه ده او بیاکتنې ته اړتیا لري پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

سه شنبه, 22 کب

د مشرانو جرګې غړي وايي، حکومت په روان ژمي کې د وسله والو د ځپلو پرځای یوازې د فاعي عملیات پرمخ وړل، چې له امله یې د نوی کال او جنګي فصل له پیل وړاندې جګړه ګرمه شوې او افغان ځواکونو ته درانه تلفات اوړي.

سناتوران وایي، حکومت باید د جګړې په بڼه کې د تغییر ترڅنګ، په افغانستان کې د داعش ترنامه لاندې د جنګېدونکو وسله والو د مرموز فعالیت په تړاو وضاحت ورکړي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د جګړې تازه فصل پیلېدونکی، خو افغان امنیتي ځواکونو لاهم  یوازې په دفاعي عملیاتو بسنه کوي.

د مشرانو جرګې غړي پرحکومت نیوکه کوي چې د روانې جګړې د مهار او د جنګ د مدیریت لپاره هیڅ راز واضحه کړنلاره نلري،چې له امله یې د امنیتي ځواکونو تلفات څو چنده لوړ شوي دي.

د جرګې غړي د حکومت اوسنۍ سترایتژۍ ناکامه بولي او وایي اړتیاده چې امنیتي مسولان د وسلوالو د ځپلو او یاهم د سولې د ټینګښت لپاره نوې لارې چارې وکاروي.

د مشرانو جرګې غړي وایي،له فراه ولایت وروسته یوشمېر شمالي ولایتونه هم له سخت امنیتي ګواښ سره مخ دي او که پام ورته ونه شي،ښایي ناوړه پایلې ولري.

د جرګې غړي په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو د حضور په تړاو د ګاونديو هیوادونو اند ېښنې جدي بولي او وایي حکومت ته په کار ده چې په دې برخه کې وضاحت ورکړي.

مشرانو جرګې پریکړه وکړه چې د روان امنیتي وضعیت د سمون لپاره به د راتلونکې سې شنبې په ورځ امنیتي مسولان د ځواب ویلو لپاره راوغواړي.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې یوشمېر غړو له حکومت غوښتنه کړه چې په ولایتونو کې د ښونکو د تنخواو ستونزه ژر تر ژره حل کړي،ځکه په وینایې له تیرو دریو میاشتو راپه دې خوا نه ده ورکړل شوې چې له امله یې هغوی ته ستونزې پیدا کړې دي.