چهارشنبه, 04 تله 1397 -
افغان حکومت وايي د تاشکند په ناسته کې طالبانو ته بلنه نه ده ورکړل شوې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

سه شنبه, 22 کب

ټاکل شوې ده د مارچ په ۲۸ او ۲۹ نېټه په د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې د افغان سولې په تړاو غونډه ترسره شي، خو بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په یاده غونډه کې طالبانو ته بلنه نه ده ورکړل شوې.

له بل پلوه د ولسي جرګې غړي د تاشکند غونډه یوه نمایشي ناسته بولي او وايي تر څو چې امریکا د افغان جګړې ستراتیژي بدله نه کړي په هیواد کې د سولې راتلل ناشوني دي.

د کابل پروسې په دوام دا ځل د افغان سولې په تړاو د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې نړیواله غونډه جوړیږي.

ټاکل شوې ده د روانې مارچ میاشتې په ۲۸ او ۲۹ نېټه په تاشکند کې د افغان سولې په تړاو غونډه ترسره شي، په یاده غونډه کې به د افغان ولسمشر سربیره د امریکا، چین، روسيې، ایران، پاکستان او ګڼو نورنو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په یاده غونډه کې به له تروریزم سره په مبارزې او افغان سولې په تړاو خبرې وشي خو په خبره یې چې په یاده ناسته کې طالبانو ته بلنه نه ده ورکړل شوې.

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې ښايي په یاده غونډه کې طالبان ګډون ونکړي.

د ولسي جرګې غړي بیا یاده غونډه نمایشي بولي او زیاتوي، د سولې په برخه کې د افغان چارواکو ترمنځ همغږي نشته او تر څو چې امریکا د جنګ سترا تیژۍ ته بدلون ورنکړي په هیواد کې به جګړه روانه وي.

د افغان سولې په لپاره د تاشکند غونډه داسې مهال جوړیږي، چې طالبانو تر اوسه د کابل ناستې وړاندیزونو ته مثبت ځواب نه دی ویلی او ټاکل شوې په نږدې ورځو کې په اندونیزیا کې د افغانستان ، پاکستان او اندونیزیان د دینې عالمانو غونډه هم ترسره شي.