جمعه, 01 چنګاښ 1397 -
د ولسي جرګې د اداري پلاوي ټاکنې پنځمې ورځې ته وغځېدې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

سه شنبه, 22 کب

د سې شنبې په ورځ د ولسي جرګې د دویم مرستیال څوکۍ لپاره د دوه مخکښو نوماندانو، نعمت الله غفاري او امیرخان یار ترمنځ ټاکنې ترسره شوې، چې په پایله کې یې امیرخان یار دویم مرستیال وټاکل شو،خو د جرګې د منشی څوکۍ لپاره د صالح محمد سلجوقي، او هیلۍ ارشاد ترمنځ سیالۍ بې پایلې پای ته ورسېدې.

د ولسي جرګې د منشي څوکۍ لپاره به د چهار شنبې په ورځ دریو پړاونو د مخکښو نوماندانو، عبدالقادر ځاځي او میرداد خان نجرابي ترمنځ سیالۍ ترسره شي.

د ولسي جرګې له پرانستل کېدو څلور ورځې وروسته لاهم د جرګې اداري پلاوی نه دی بشپړ شوی او دغه لړۍ پنځمې ورځې ته وغځېده.

د سې شنبې په ورځ د جرګې د لومړي مرستیال څوکۍ لپاره  د نعمت الله غفاري او امیرخان یار ترمنځ سیالۍ ترسره شوې، چې په پایله کې یې امیر خان یار د جرګې د ۲۰۲ حاضرو غړو ۱۲۵ رایې ترلاسه او د دویم مرستیال په حیث انتخاب شو.

د ولسي جرګې د منشي څوکۍ لپاره د دوهم ځل لپاره د صالح محمد سلجوقي او هیلۍ ارشاد ترمنځ سیالۍ وشوې، چې په پایله کې یې سلجوقي ۸۳ او هیلۍ  ارشاد ۴۷ رایې ترلاسه کړې، خو یو هم دغې څوکۍ ته بریالی نه شوی.

ظاهراً د ولسي جرګې د ادراي پلاوي د ټاکلو په پروسه کې د سپینو رایو کارلو سرخوږی جوړ کړی او ډیری وکیلان د سپینو رایو په کارولوسره  دغه پروسه ځنډوي.

د ولسي جرګې د اداري پلاوي د تېرو څلورو ځو انتخاباتو په پایله کې کې همایون همایون د لومړي مرستیال، امیرخان یار د دویم مرستیال او عرفان الله عرفان د نایب منشي په حیث انتخاب شوي،خو د جرګې د منشي څوکۍ لپاره به د چهارشنبې په ورځ د قادرځاځي او میرداد خان نجرابي ترمنځ سیالۍ ترسره شي.