جمعه, 01 چنګاښ 1397 -
د شفافیت نړیوال سازمان وایې د فساد پر ضد د افغان حکومت هڅې ناکامې دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

سه شنبه, 22 کب

د یاد سازمان په تازه راپور کې راغلي چې افغانستان، د حکومت له فساد ضد هڅو سره سره د فقر ، سولې او ثبات او ټولنیز عدالت په برخه کې د پایدارې پراختیا اهدافو ته نه دی رسیدلی.

له یاد راپور دوې ورځې وړاندې ولسمشرغني د غیردولتي موسساتو په ملي کنفرانس کې وويل چې د نړیوالې ټولنې له پراخو مرستو سره سره یې د ملګرو متلونو د پایدارې پراختیا اهداف نه دي تر لاسه کړي چې دا یوه لویه ناکامي ده.

د شفافیت نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې افغانستان د ملګرو ملتونو د پایدارې پراختیا اهدافو ((SDG))  ته د رسیدو په برخه کې ناکام بللئ دی.

د پایدارې پراختیا ۱۶ مهم اهداف د ۱۹۳ ملتونو لپاره ټاکل شوي ترڅو یې له مخې فقر محوه ، او تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې د خلکو سوکالي تضمین کړي.

خو د شفافیت نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې د فساد پر ضد د افغان حکومت له هڅو سره سره د ملګرو ملتونو د پایدارې پراختیا اهداف ندي تر لاسه کړي.

یاد سازمان وایې چې فساد د یادو شپاړلسو اهدافو پر وړاندې تر ټولو جدي خنډ دی چې سوکاله ژوند ته یې د افغانانو د رسیدو مخه نیولې ده.

یاد سازمان پدې راپرو کې ملګرو متلونو ته جدي سپارښتنې کړي چې حکومت باید اړ کړي چې د فساد پر ضد مبارزې ته لومړیتوب ورکړي ځکه د فساد په موجودیت کې دغه هیواد د پایدارې پراختیا اهداف نه شي تر لاسه کولائ.

دغه راپور داسې مهال خپریږي چې دوې ورځې وړاندې ولسمشرغني هم د غیردولتي انجوګانو په ملي کنفران کې وويل چې د نړیوالې ټولنې له پراخو مرستو سره سره د ملګرو متلونو د پایدارې پراختیا اهداف ندي تر لاسه کړي چې دا د ټولو یوه لویه ناکامي ده.د یادولو ده چې د شفافیت نړیوال سازمان څو ورځې د مخه د مفسدو دولتونو په اړه خپل د ۲۰۱۷ کال راپور هم خپور کړ چې افغان دولت پکې یو ځل بیا څلور ځای خپل کړئ وو.