جمعه, 01 چنګاښ 1397 -
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان او سیمې په مسایلو خبرې کړې دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

سه شنبه, 22 کب

جواد ظریف اسلام اباد ته د سفر پر مهال د دوه اړخیزه مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په اندیښنه ښودلې ده.

نوموړی وایې چې د داعش په شمول ګڼې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي او لاهم د داعش جنګیالي د نامعلوم لوري لخوا د افغانستان ځينو برخو ته لیږدول کیږي.

بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایې چې دواړو خواوو د سیمې او د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د افغانستان د جګړې پر سیاسي حل ټینګار کړی دی.

تر دې وړاندې روسیې هم اندېښنه ښودلې چې نامعلومې هلیکوپټرې افغانستان ته داعش جنګیالي او په لوېدیځ کې جوړې شوې وسلې انتقالوي.