يكشنبه, 31 چنګاښ 1397 -
یو شمیر سیاسي ګوندونه له حکومته غواړي چې د پارلماني ټاکنو نېټه رامخکې کړي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

يكشنبه, 26 وری

دوي له حکومت او د ټاکنو خپلواک کمیسیون نه غوښتنه کوي چې په راتلونکو ټاکنو کې د نظارت خونه ورکړي تر څو د ټاکنو له پروسې له نږدې څارنه وکړي.

یاد سیاسي ګوندونه د ټاکنو په سرتاسري ترسره کېدلو ټینګار کوي او له حکومته غواړي چې په هیواد کې بې ځایه شوو او ګاونډیو هیوادونو کې میشتو افغانانو ته د رايې ورکولو زمینه برابره کړي.

سره له دې چې د راتلونکو ټاکنو لپاره د تلې ۲۸ نېټه اعلان شوې او د شنبې په ورځ رسماً د راتلونکو ټاکنو لپاره د رایه ورکونکو نوم لیکنه پروسه پېل شوه، خو دلته د حکومت مخالف سیاسي ګوندونه له حکومته غواړي چې د راتلونکو ټاکنو نېټه مخکې کړي.

دوي په حکومت او د ټاکنوخپلواک کمیسیون نیوکه کوي چې سیاسي ګوندونو ته یې په راتلونکو ټاکنو کې ونډه نه ده ورکړې او د شفافو ټاکنو په موخه اړتیا ده چې په راتلونکو ټاکنو کې سیاسي ګوندونو ته د نظارت خونه ورکړل شي.

دوي وايي، د هیواد نیمایې خاوره د وسله والو تر لاس لاندې ده او حکومت دې هڅه وکړي چې په هغو سیمو کې خلکو ته د رايي ورکولو زمینه برابره کړي چې د امنیت له جدي ګواښ سره مخ دي.

یاد سیاسي ګوندونه د ټاکنو په سرتاسري ترسره کېدلو ټینګار کوي او له حکومته غواړي چې په هیواد کې بې ځایه شوو او ګاونډیو هیوادونو کې میشتو افغانانو ته د رايې ورکول زمینه برابره کړي.

سیاسي ګوندونه د ټاکنو خپلواک کمیسیون تورنوي چې له دوي سره دوه ګونۍ چلند کوي او ولسمشر ورسره  څو ځله ژمنه کړې چې د ټاکنو په نظارت کې به سیاسي ګوندونو ته ځای ورکړي خو تر اوسه یې په خپله ژمنه عمل نه دی کړی.