پنجشنبه, 30 وری 1397 -
له اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره :حکومت د هغو کسانو په غوښتنه چې له دوی سره یې د فساد دوسیې دي دغه اداره منحل کړې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

يكشنبه, 26 وری

د فساد پرضد د نوې ستراتیژۍ په اساس، د اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره له  لویې څارنوالۍ سره یوځای شوې خو د دې ادارې مسولان د حکومت دغه اقدام غیري قانوني بولي.

بل خوا پر روڼتیا د څاربنسټ له فساد سره د مبارزې په برخه کې د دغې ادارې کار کمزوری بولي او وايي، چې د یادې ادارې یوشمیر کارکوونکي په خپله په فساد کې ښکېل دي.

یوازې څلور کاله دمخه، د اداري فساد پر وړاندې د عالي ادارې د منحل کیدو موضوع راپورته شوه خو تازه  د فساد پرضد د نوې ستراتیژۍ په اساس، د اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره له  لویې څارنوالۍ سره یوځای شوې

اوس د دغې ادارې د رهبري په شمول یوشمیر کارکوونکي د حکومت پر وړاندې په اعتراض لاس پورې کړی.

د دې ادارې مسولانو له کابل نیوز سره په خبرو کې وویل چې حکومت د هغو کسانو په غوښتنه چې له دوی سره د مخه د فساد دوسیې لري غواړي چې په غیري قانوني شکل له فساد سره د مبارزې عالي اداره منحل کړي.

ویل کېږي چې دغې ادارې د کابلبانک ،د پښتني بانګ ، په عامه فواید وزارت کې د قردادونو بررسي د کابل ښاروالۍ او د ځمکو غاصیبینو دوسیو تعقیب له هغه مواریدو بولي چې د دغې ادارې لاسته راوړنې بلل کېږي.

خو دغه اداره له تورونو هم لرې نده، او پر روڼتیا د څار بنسټ دغه اداره د بې کیفیتۍ له امل په فساد کې ښکېله بولی او وايي، چې دغه اداره نده توانېدلې ترڅو په لوړپوړ چارواکو باندې قانون عملي کړي، نو ځکه باید څلور کاله وړاندې منحل شوې وی.

خو د دغې ادارې مسولان بیا د دوی اصلي دنده کشف بولی او وایي چې له لویې څارنوالۍ سره د یادې ادارې یوځای کېدل د قانون خلاف عمل دي.

په ورته مهال د ولسي جرګې غړي د دې ادارې له پيله جوړښت بې مانا بولي او زیاتوي چې د فساد د له منځه وړلو په هدف حکومت هیڅ ډول سیاسي اراده نه لري.

د ملي یوالې حکومت له لومړنیو شعارونو هم یو له فساد سره جدي مبارزه ووه چې د شنونکو په وینا تردې دمه حکومت پدې برخه کې هېڅ ډول لاسته رواړنه نه لري.