پنجشنبه, 30 وری 1397 -
په خوست کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمینځ نیښتو دواړو لورو ته مرګ ژوبله واوړوله پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

يكشنبه, 26 وری

د ځایې سرچینو په وینا نیښته سهار اووه بجې هغه مهال پیل شوه چې پاکستانیو ځواکونو د افغان ځواکونو د یوې پوستې د نیولو هڅه وکړه خو د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.

پدغه نیښه کې د دوو پاکستان سرتیرو د وژل کیدو او دوو نورو د نیول کېدو او دارنګه  د یوه افغان سرتیري او یو عام کس د وژل کیدو راپورونه ورکړل شوي دي.

 

د یکشنبې په ورځ سهار اووه بجې وروسته له هغې د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمینځ نیښتې پیل شوې چې پاکستانیو ځواکونو د افغان ځواکونو په پوسته برید وکړ.

د خوست ځایې امنیتي چارواکي وایې چې پاکستانیو پوځيانو لومړی د جنډو غونډۍ په نامه د افغان ځواکونو په پوستې د هاوان او توپچي بریدونه پیل کړل، چې د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.

نوموړی وایي، په دې جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خوست امنیه قوماندان زیاتوي، ځایي خلک د افغان ځواکونو په ملاتړ وجنګیدل او د تازه سرتیرو په رسیدو سره یې د پاکستان یوه پوسته هم نیولې ده.

د سیمې اوسیدونکي وایي، نږدې ۵۰۰ پورې ځایي خلک سیمې ته رسیدلې دي او په خپلو وسلو د خپلې خاورې دفاع کوي

دغه جګړې د ورځې تر پایه دوام وکړ او ځایې سرچینې وایې د ورځې په پای کې پاکستاني هیلي کوپټرو هم په سیمه کې پروازونه کړې دي.