سه شنبه, 01 لړم 1397 -
مشرانو جرګه له حکومت څخه غواړي چې په هیواد کې وچکالۍ لپاره چمتوالی ونیسي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

يكشنبه, 26 وری

د جرګې غړي وایي، د هیواد په ډيرو ولایتونو کې وچکالۍ ورځ تر بلې په زیاتېدو ده، ان تر دې چې د اوبو نشتوالي له امله خلک ډیری څاروي پاکستان او ایران ته اړوي.

بل خوا سناتورانو د وسله والو مخالفانو لخوا د بریښنا پایو نړول بشري جنایت بولي او  له حکومت څخه یې د برق پایو په ګډون د ټولو ملي پروژو د ساتنې غوښتنه وکړه.

په روان کال کې د کم اورښت او اوبو سرچینو کموالي پراخې اندیښنې راپورته کړې  او ورسره سم د هیواد په ډيرو برخو کې وچکالي هم را روانه ده.

د مشرانو جرګې د یکشنبې ورځې  ازاد بحث هم تر ډیره په هیواد کې په روانه وچکالۍ ور ټول وو او زیاته یې کړه چې په یوشیمر ولایتونو کې وچکالي د خلکو ژوند ګواښي

سناتوران وایي، په یوشمیر ولایتونو کې د وچکالۍ له امله ډیری خلک بې ځایه شويدي، ان تر دې چې د اوبو د نشتوالي له امله خپل څاروي پاکستان او ایران ته اړوي.

په ورته مهال سناتوران د وسله والو طالبانو له لورې د برق پایې نړول په کلکه غندي او د دوی دغه عمل له ټولو انساني او بشري ارزښت سره په ټکر کې بولي.

سناتورانو له اړوند چارواکو غواړي چې د برق پایو په شمول له ټولو ملي پروژو په جدي ډول ساتنه او څارنه وکړي.

د مشرانو جرګې غړي همدارنګه د ټاکنو د نوم لېکنې له بهیر نه د ملاټر ورهاخوا بیا اندېښنه لري چې په یوشمیر لرو پرتو ولسوالۍ کې ناشونې ده چې حکومت ټآکنې ترسره کړي.

د دوی په وینا د تذګرو او امنیت نشتوالي اوس هم له عمده لاملونو دي چې ممکن ډیری کسان په راتلونکو ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

سناتورانو همدارنګه د غزني امنیت وضعیت له بل هر وخت بحراني بولي او زیاتوي چې ډيرې سیمې تر جدي امنیتي تهدید لاندې دي