پنجشنبه, 30 وری 1397 -
د ټاکنو لپاره د کمېسیون اوسنی سیستم باوري اوشفاف نه دی او د پراخو درغلو امکان شته پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

يكشنبه, 26 وری

پرټاکنو څارونکي بنسټونه او د ولسي جرګې غړي وایي، په دغه پروسه کې د نویو کارتونو پرځای له کاغذي تذکرو څخه  کار اخستل به د درغلیو شونتیا لا زیاته کړې، ځکه په وینایې یو کس په څو مرکزونو کې له یوې زیاتې تذکرې اخستلای او د ټاکنو په ورځ کارولای شي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د راتلونکو ټاکنو پروسه له پخو زیاته ساده اوشفافه ده او د درغلیو امکانات تر وروستۍ کچې محدود شوي دي.

 

په داسې حال کې چې د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره د رایه ورکونکو د نوم لیکنې بهیر پیل شوی،خو د دې پروسې د شفافیت او په دې برخه کې د احتمالي درغلیو په تړاو شته اندېښنې لاهم پرځای دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پریکړې پراساس ، راتلونکې ټاکنې د اوسنیو کاغذي تذکرو پراساس ترسره کیږي او د رایه ورکونکو تذکرې د یوه ځانګړي سټیکر په واسطه په نښه کیږي چې ټاکنو په ورځ په هماغه مرکز کې رایه ورکولی شي.

خو پرټاکنو څارونکي بنستونه دغه سیستم باوري اوشفاف نه  بولي، ځکه په وینایې د هیواد اوسنیو شرایطو ته په پام هرڅوک په اسانه ډول په څو مرکزونو کې څو تذکرې ترلاسه کولای شي، چې د ټاکنو په ورځ یې په اړوندو مرکزونو کې وکاروي.

د ولسي جرګې غړي هم د کمېسیون په دغه سیستم باوري نه دي او وایي،حکومت باید د هر ډول احتمالي درغلیو د مخنیوي لپاره سر له اوسه جدي تدابیر ونیسي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د رایه ورکونکې اوسنی سیستم له پخوا زیات ساده شوی او رایه ورکونکي له نوم لیکنې وروسته د رایه ورکونې په ورځ د پخوانیو ثبت شویو معلوماتو پراساس رایه کارولی شي.

که څه هم افغان حکومت پر وخت د دې پروسې د ترسره کېدو ډاډ ورکوي، خو د ډیرو په باور پرټاکنو د خلکو د بارو راکمېدو ترڅنګ ، شته امنیتي ګواښونه د دې پروسې پر وړاندې جدي ننګونې بلل کیږي.