ډېر لوستل شوي
Facebook Social Like Box
له ترکیې سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه له ۳ سوه میلیونه ډالرو څخه سل میلیونه ډالرو ته را ټيټه شوې |
![]() |
![]() |
![]() |
خبر خونه |
يكشنبه, 26 وری د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولانو، چې د ترکیې هیواد د سوداګرۍ خونې او اقتصاد وزارت هیات سره ګډې ناستې ته وینا کوله وایي، چې ځینې لاملونه د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې د کمېدو سبب شوي. بل لور ته د ترکیې د اقتصاد وزارت مسوولان له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه کوي. د ترکیې هیواد د سوداګرۍ خونې او اقتصاد وزارت هیات کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې له مسوولانو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر څرنګوالي خبرې وکړې. د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسوولان ترکیه له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د ټینګښت له اړخه مناسب هیواد بولي خو وایي، چې له دې هیواد سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه په وروستیو کې ټيټه شوې. مسوولان وایي، چې له ترکیې سره د سوداګرۍ کچه له تېرو څو کلونو راهیسې له ۳۰۰ څخه سل میلیونه ډالرو ته را ټيټه شوې. په همدې حال کې د ترکیې د اقتصاد وزارت چارواکی له افغانستان سره د کرنې، کانونو، انرژۍ او ساختماني سکټور په برخه کې د همکاریو د دوام غوښتنه کوي. ترکي مسوولان وایي، چې د افغانستان او ترکیې په سوداګرۍ کې اغیزناک پرمختګ نه دی شوی. د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ د تواصل په دې ناسته کې همداراز د افغانستان د سوداګرۍ خونو مسوولانو له ترکیې پانګه والو وغوښتل، څو په افغانستان کې پانګونه وکړي او دوی له افغان حکومت سره په تفاهم ترکي پانګه والو ته د پانګونې فرصتونه برابروي.
|