پنجشنبه, 30 وری 1397 -
د افغانستان امریکایي پوهنتون هغه استاد چې د پښتو ژبې پښتنو او د افغانستان د تاریخ په تړاو یې تعصبي مسایل تدریسول څارنوالۍ ته معرفي شو پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

يكشنبه, 26 وری

د ولسي جرګې د دیني او فرهنګي چارو کمېسیون د شنبې په ورځ د لوړو زده کړو وزارت مسولان په همدې تړاو استجواب کړي وو او ددې کمیسیون رییس کمال ناصر اصولي وایې په کمیسون کې پریکړه وشوه چې وشوه چې نوموړی استاد دې له دندې ګوښه، مالي جریمه او لویې څارنوالۍ ته معرفي شي.

لوړو زده کړو وزارت د یاد کمېسیون غړو ته ویلي، چې په امریکایي پوهنتون کې دغه تدریسیدونکی چپتر د وزارت د تحصیلي نصاب په کریکولم کې شامل نه دی او له دوی سره نه دی شریک شوی.

کابل نیوز تلویوزیون تېره اونۍ دهغه تدریسي موادو په تړاو خبر خپور کړ، چې د امریکایي پوهنتون د یوه استاد ظاهر وهاب له لوري چمتو شوی او د پښتو ژبې ، پښتنو او د افغانستان د تاریخ په تړاو یې له واقعیتونو لرې بې بنسټه او تعصبي مسایل پکې راټول کړي دي.