پنجشنبه, 30 وری 1397 -
د میدان وردګ سلګونه اوسیدونکو د امنیه قوماندان په ضد لاریون وکړ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

يكشنبه, 26 وری

لاریون کوونکي ددې ولایت امنیه قوماندان فهیم قایم د امنیت په ټينګښت ناکام وباله او هغه د ژر تر ژره ګوښه کیدو غوښتنه یې وکړه.

د دوي په وینا چې د امنیه قوماندان د بې کفایتۍ له امله ددې ولایت په ټولو سیمو کې ناامني اوج ته رسیدلې او خلک له روان وضعیت څخه په تنګ راغلي دي.

لاریونکي امنیه قوماندان تورنوي چې د خپلي اصلي دندې پر ځای د خلکو ترمینځ بیلابیلو تعصبي مسایلو ته لمن وهي ترڅو پدې توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

دوي خبرداري ورکوي که امنیه قوماندان له دندې ګوښه نه شي لاریونونه به جاري وساتي او د کابل ، کندهار لاره به وتړي.

خو امنیه قوماندان بیا ورپورې تورنه نه مني.