يكشنبه, 06 غبرګولی 1397 -
په هرات کې دیني عالمان وایې تر هغې چې له افغانستان څخه بهرني ځواکونه ونه ځي سوله نه راځي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

چهارشنبه, 29 وری

دیني عالمانو د یوې غونډې پر مهال دیني عالمانو وویل چې په اوسنیو شرایطو کې سوله نه راځي ځکه افغانستان عملاُ تر اشغال لاندې دي او بهرني ځواکونه د ناامنیو اصلي عاملان دي.

دیني عالمان خبرداری ورکوي که حکومت یې غوښتنو ته ځواب ووایې راتلونکې ټاکنې به تحریم کړي.

په هرات کې یو شمیر دینې عالمانو د هیواد د روان وضعیت په اړه اندیښنه وښوده او خبرداری یې ورکړ چې ددې وضعیت دوام به هیواد له نورو ستونزو سره مخ کړي.

دیني عالمان په هیواد د روانو ستونزو اصلي عامل بهرني ځواکونه بولي او وایې په هیواد کې د هغوي پوځي حضور د بې ثباتۍ لامل ګرځیدلئ دی.

د دوي په وینا ترهغې چې افغانستان د بهرنیانو تر اشغال لاندې وي سوله ناممکنه ده ،

دیني عالمانو په کندز او فراه کې په دیني مدرسو وروستي بریدونو وغندل او له حکومت څخه یې وغوښتل ددې بریدونو له امله د قربانیانو له کورنیو بښنه وغواړي.

دوي خبرداری ورکړ که حکومت یې غوښتنې ونه مني نو راتلونکې ټاکنې به تحریم کړي:

دیني عالمان وایې که حکومت له دوي څخه وغواړي چې دوي حاضر دي چې د جګړې د ښکیلو اړخونو ترمینځ مینځګړیتوب وکړي.

د دوي په وینا او افغان حکومت باید د سولې لپاره د نورو ملکونو د دروازو ټکولو په ځای ، خپله افغانانو ته مراجعه  وکړي.

په هرات ولایت کې دیني عالمان داسې مهال د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي چې افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر د نوې  ستراتیژۍ له مخې ، د بهرنیو ځواکونو شمیر بیرته زیات شوې او عملآُ دغه ځواکونه د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.