يكشنبه, 29 تله 1397 -
د ارگ ناویلې خبرې کتاب مخ کتنه وشوه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

چهارشنبه, 29 وری

ددغه اثر لیکوال او د پوهنتون استاد اسماعیل یون د خپل کتاب د معرفي کولو پر مهال یاد کتاب د ډیموکراسۍ د تمثیل او په ارګ کې د ناویلو حقایقو د بیانولو په برخه کې مهم بولي.

ددې غونډې ګډونوال وایې چې اوس د یو بل منلو سیاسي فرهنګ پياوړی شوی چې په پایله کې یې دا ډول مهم آثار خپریږي.

د ارگ ناویلې خبرې کتاب چې د هیواد د یوه سیاسي او فرهنګي شخصیت اسماعیل یون په قلم لیکل شوی د چهارشنبې په ورځ یې په کابل کې مخ کتنه وشوه.

هغه اثر چې د لیکونکي په باور یې د ډیموکراسۍ د تمثیل او د پخواني ولسمشر حامدکرزي په دوره کې په ارګ کې د تیرو شویو حقایقو په رابرسیره کولو کې ډير مهم دی.

اسماعیل یون د پخواني ولسمشر د فرهنګي سلاکار په توګه په ارګ کې دنده اجرا کړې او د هغې وخت ځينې مهم مسایل یې په خپل کتاب کې راټول کړي دي.

د غونډې ګډونوال وایې چې ددې کتاب چاپيدل د اوسنیو واکمنو لپاره یو ښه درس دی ترڅو د خپلو مشکلاتو پړه په پخواني حکومت وانه چوي.

د یادولو ده چې دا دوهم کتاب دی چې د تیر حکومت د مهم چارواکو لپاره خپریږي ، لدې وړاندې د ملي امنیت د پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا هم ورته کتاب خپور کړئ وو.