يكشنبه, 29 تله 1397 -
د ټاکنو خپلواک کمیسیون په چارو کې د حکومت مداخلو پراخ غبرګونه راپورته کړي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

دوشنبه, 24 غويی

اجرییه رئيس، د ملی شورا او د شکایتونو کمیسیون مسولان د ټاکنو خپلواک کمیسیون په تخنیګي چارو کې

د حکومت له مداخلې سخت اندېښمن دي او  ارګ په مستقیمې لاس وهنې تورنوي.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ د ټاکنو خپلواک  کمیسیون په چارو کې مداخله ردوي کوي او له مسئولانو غواړي چې مسئولانه څرګندونې وکړي.

بل خوا د تذکرو په کاپي د سټېکرونو لګولو پریکړې له امله د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا ریاست د سرپرستې استعفا او په تړاو پراخ غبرګونونه د دې لامل شول ترڅو کمیسیون دغه طرحه رد کړي.

ټاکنو خپلواک کمیسیون د حکومت هغه طرحه چې د تذکرو په کاپي به د انتخاباتو سټېکرونه لګول کېږي د دوشنبې په ورځ رد کړه.

که څه هم کمیسیون د حکومت طرحه رده کړې ولې د شکایتونو کمیسیون په شمول د ملي شورا غړي اوس هم د حکومت له مداخلو اندېښمن دي او زیاتوي، چې د هرې ورځې په تېرېدو د ټاکنو خپلواک کمیسیون په چارو کې د حکومت مداخله زیاتېږي.

په همدې هدف د کمیسیون په چارو کې د مداخلو لامله تیره شپه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا ریاست سرپرستي شهلا حق هم استفعا وکړه.

دغه موضوع په ولسي جرګه له جدي غبرګونونو سره مخ شویده.

په ورته مهال اجرایه رئیس وایې چې د کمیسیون په چارو کې مداخله او په استفعا د کمشرانو تهدیدول ورته د منلو ندي.

د اجراییه رئیس په وینا  نور به چاته اجازه ورنه کړي چې د خلکو میلیوني رایې بې سرنوشته شي او په سر یې معالمه وشي.

خو  ولشمسرۍ ماڼۍ بیا دغه ټولې ادعاوې ردوي وایې او وایې ټول چارواکي بیا د ملي مسایلو په اړه مسئولان چلند وکړي.

د ولسمشر ویاند وایي، د تذکرو په کاپي د سټېکرنو لګولو پشنهاد د لومړي ځل لپاره د کمیسیون ، اجرایه ریاست  او ملي شورا د  غړو لخوا شوی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایې ولسمشر غني له ټولو دولتي او پوځي چاروکو غوښتي چې  په ټاکنو کې له هر ډول مداخلې ډډه وکړي او د نوملېکنې بهیر په شمول د ټاکنو لپاره جدي تدابیر ټینګ کړي.