يكشنبه, 06 غبرګولی 1397 -
ولسمشرغني وایې امام ابوحنیفه د تکفیري جریان، چې د خوارجو لخوا په لاره اچول شوی وو مخنیوی وکړ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

دوشنبه, 24 غويی

ولسمشر چې د امام ابوحنیفه د شخصیت او مقام په اړه علمي او څيړنیزې غونډې ته یې خبرې کولې له خلکو  وغوښتل چې د خپلو حقه مذاهبو لاره تعقیب کړي او د هغو ډلو مخه ونیسي چې د اسلام او مذهب په نامه ترهګریز فعالیتونه کوي.

بل خوا ولسمشر له دیني علمانو غواړي چې ټاکنو ته خلکو وهڅوي او دارنګه د فساد پر وړاندې مبارزه کې له حکومت سره همکاري وکړي.

دلته د حج او اوقافو وزارت لخوا د امام ابوحنیفه د شخصیت او مقام په اړه علمي او څيړنیزه غونډه رابلل شوې چې ولسمشر ، چارواکو او ګڼو دیني عالمانو پکې برخه اخیستې ده.

غونډې ته ولسمشر په خپله وینا کې د مذاهبو ترمینځ پر مسالمت امیز همزیستۍ ټينګار وکړ او وایې د سني او شیعه مذهب پیروان باید د مذاهبو ترمینځ درز ته اجازه ور نه کړي.

ولسمشرغني وایې امام ابوحنیفه د تکفیري جریان چې د خوارجو لخوا په لاره اچول شوی وو مخنیوی وکړ او دغه خلک یې د اسلام له دایرې وتلي وبلل.

ولسمشر وایې افغانان او په ټوله کې مسلمانان باید د خپلو مذهبي امامانو لاره ونیسي او اجازه ورنکړي چې د اطرافیت په منګلو کې ولویږي.

پدې ناسته کې ولسمشر له دیني عالمانو وغوښتل چې د ټاکنو لپاره خلک وهڅوي او دارنګه د فساد پر وړاندې مبارزه کې له حکومت سره همکار وکړي:

پدې ناسته کې دیني عالمانو ټینګار وکړ چې په باید په علمي غونډو ، جوماتونو ، مدرسو ، پوهنتونونو او نورو اسلامي او اجتماعي مراکزو کې ځوانانو ته د خپلو امامانو لاره وښودل شي ترڅو د توطیو ښکار نشي او د اسلامي اصولو او مذاهبو پر خلاف لارو لاړ نشي.